Oct 12, 2019 16:10 Asia/Kabul
  • سعودي ته د نورو امريکائي ځواکونو د لېږد په اړه د يمن د انصارالله ردعمل

د يمن د انصارالله غورځنګ د مرکزي شورا غړي سعودي ته د نورو زرګونو امريکائي ځواکونو د لېږد په ردعمل کښې وويل، هغه کار چې څوارلس زرو عسکرو نه دے کړې شوے په نورو عسکرو سره به هم څه نتيجه ورنکړې شي.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد علي الحوثي بېګا په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل، د امريکې حکومت پکار دي مينځني ختيځ ته د زرګونو فوځيانو د لېږلو او د جنګ جوړولو او د خپلو انډيوالانو او پيتياليو ملتونو د وينې بهيولو په ځاے د ګډ او برابر ژوند کولو او ډېموکرېسۍ طرحو ته پراختيا ورکړي.

د يمن د انصارالله غورځنګ دغه مشر زياته کړه، د يمن ملت د امريکې له مشرۍ، وسلو او ځواکونو نه ويريږي او بې له شکه په يمن کښې د جنګ دوام به د امريکې په زيان وي.

د امريکې د دفاع وزارت وړمه ورځ په يوې بيانيه کښې اعلان وکړ، د ټرمپ حکومت درې زره نور فوځيان سعودي ته ليږي  او دغه هېواد هوائي دفاعي سېسټمونه هم ورکوي.

 

ټیګونه

کمنټونه