Oct 13, 2019 15:57 Asia/Kabul
  • په سوريې کښې د ترکيې له عملياتو وروسته د داعش د پراختيا په اړه د پيوټن خبردارے

د سوريې په خاوره د تيري لپاره د ترکيې د فوځ په اقدام سره د نړيوالو مخالفتونو په دوام کښې د روسيې حکومت له دغه اقدام سره د مخالفت ترڅنګه يو ځل بيا د سوريې په خاوره د ترکيې د تيري د ختمولو غوښتنه وکړه.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن په يو خبرداري کښې وويل: د سوريې په خاوره کښې د ترکيې د فوځ عمليات د مشترک المنافع خپلواکې ټولنې د غړيو هېوادونو په شمول نورو هېوادونو کښې د داعش ترهه ګرو د خپرېدو او نفوذ سبب کېدې شي.

د سوريې په شمال کښې د ترکيې له فوځي عملياتوسره اړوند د غور وړ څو ټکي موجود دي. په دې اړه يوه ډېره مهمه موضوع د داعشي ترهه ګرو له تېښتې سره د سوريې په شمال کښې د ترکيې د فوځ د تش په نامه «د صلحې چينه» نومې عملياتو يو وختوالے دے. په سوريې کښې د داعش ترهه ګرې ډلې له ماتې وروسته د دغه هېواد په شمال کښې ځينې سيمې د داعشي ترهه ګرو د ساتنې لپاره په نظر کښې ونيوې شوې. دغه سيمې ټولې د کُرد ملېشاو ترکنټرول لاندې دي.

جوته ده چې دغوسيمو ته د ترکيې د فوځ په ورننوتلو سره داعش ترهه ګر هر ځاے کښې خوارۀ وارۀ کېدې شي. له دې مخکښې هم د روسيې ولسمشر ويلي وو:

د سوريې په شمال ختيځ کښې د ترکيې د فوځ فوځي عمليات له دغې سيمې څخه د داعش ترهه ګرو د تېښتې سبب کيږي او هغه مطمئن نه دے چې د ترکيې فوځ به د سوريې ختيځې سيمې په چټکۍ سره تر خپل کنټرول لاندې راوستې شي.

د سوريې په شمال کښې د ترکيې د فوځ د نويو عملياتو او د فرات په ختيځ باندې د حملې د اهدافو او د دغو عملياتو د پراختيا د حدودو په اړه د کرد رسنې يو فعال او د سياسي او امنيتي مسائلو کارپېژاندے لاوين بالي وائي:

" که د انقرې د حکومت مقصد له ترکيې څخه د سوريې د کډوالو راوستل او په دغو سيمو کښې د هغوي مېشته کول دي نو پکار دي ووايو چې ترکيه په جرابلس، عزاز، الباب او ادلب سيمو کښې د سورې د خاورې يوه برخه په خپل کنټرول کښې لري او کولې شي دغه سيمې آبادې کړي او کډوال په دغو ښارونو کښې مېشته کړي. خو د ترکيې اصلي مقصد د کُردو خپلواکې ټولنې منځه وړل او د دغو سيمو د نفوسي جوړښت بدلول دي.

په دې وروستيو څو ورځو کښې د سيمې او نړۍ له حکومتونو او ملتونو نه علاوه اروپائي اتحاديې، عرب اتحاديې او نورو سيمه ايزو او نړيوالو ادارو د ترکيې د فوځ په لاسو د سوريې د خاورې قبضه کول تيرګري بللې او د سوريې د قبضې د ختمولو غوښتنه يې کړې ده.دا په داسې حال کښې دي چې د سوريې په خاوره باندې د ترکيې د تيري اړخونه نامعلوم او ناڅرګند دي. په حقيقت کښې لرې ښکاري چې ترکيه به د سوريې په شمال کښې خپل مقاصد ترلاسه کړي. په همدې وجه د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف د ډزبندۍ د مقرراتو د ټينګښت او د سوريې د حکومت په شمول د درې واړو ښکېلو خواو ترمېنځ د خبرو اترو غوښتنه وکړه. د روسي ولسمشر ولاديمير پيوټن هم وويل،اردوغان ته يې ويلي دي چې دغه حمله دې وځنډوي او له کولو مخکښې پکار دي سوچ او فکر وکړي. د نورو ګواښونه به د انقرې حکومت د سوريې په خاوره کښې د فوځي عملياتو له دوامه منعې نه کړې شي. د انقرې د حکومت دغه دريځ د سوريې په شمال کښې د ترکيې د نامعلومو مقاصدو د پوره کېدو لپاره د دغه هېواد د کوششونو د دوام په معنا  دے. دا په داسې حال کښې دي چې د سوريې په شمال د ترکيې د فوځ له حملې وروسته نړيوالوڅارونکو په دغو سيمو کښې د انساني غميزې د رامنځته کېدو او د لکونو سوريه والو د کډه په سرکېدو خبر ورکړ.

په مجموعي توګه د سياسي چارواکو او باخبرو څارونکو د نظروو څرګندولو ته په پام سره ويلې شوو چې د سوريې په شمال له تيري څخه د ترکيې د حکومت مقصدد کردانوختمول او د دغې سيمې د نفوسي جوړښت بدلول او همدارنګ داعشي ترهه ګرو ته په محفوظه توګه د تېښتې موقع ورکول دي.

--------

 

ټیګونه

کمنټونه