Oct 18, 2019 13:52 Asia/Kabul
  • په سوریې د ترکیې حمله ، د اسد غبرګون او د ظریف سلاومشورې

د ترکیې او سوریې په پولو کی له ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره د دواړو هیوادونو ګډه ملګرتیا د اسلامی ایران او روسیې په شمول د درستو هیوادونو د توافق وړ ده او په دې لاره کی حرکت د ترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره بهترینه لاره ده .

د سوریې ولسمشر د دغه هیواد په شمال ختیځ  د ترکیې د پوځ د حملې په غبرګون کی ټینګار وکړ سوریه به د ترکیې د پوځ حملو ته ځواب ورکړی .

بشار اسد د زیارت په ورځ په دمشق کی د عراق د ملی امنیت له سلاکار فالح الفیاض سره په کتنه کی وویل سوریه به په هغو روا اوزارونو سره چی لری یې ، د دغه هیواد په شمال  ختیځ د ترکیې حملو ته ځواب ورکړی . اسد د سوریې په شمال ختیځ کی د ترکیې د پوځ عملیات ښکاره تیرې بللې دې .

د ترکیې پوځ د دغه هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حکم د سوریې له پی ، کې ، کې  کردانو سره د مبارزې او د امنیتی اندیښنو د ختمولو په هدف د سوریې په شمال ختیځ حمله کړی ده . د سوریې په شمال کی د ترکیې دریم پوځی عملیات د سولې چینه  نومول شوی دی .

ترکان باوری دی د سوریې او ترکیې پولې ناامنې دی او د دغه مشکل د ختمولولپاره یې نوی عملیات په خپله ایجنډا کی راوستی دی . د سوریې او ترکیې له پولو د ترهه ګرو تګ راتګ او د کردانو تاریخی اندیښنه د سوریې په وړاندی د ترکیې په کړچار کی دوې اساسی مسلې مطرح دی .

د کردانو مسله په لسګونو کاله کیږی چی مطرح ده  او د ترهه ګرو د تګ راتګ د مسلې د حل لپاره مخکې چاره شوی ده او د سوریې او ترکیې ترمینځ د ادانا موافقه موجوده ده چی د اندیښنو د ختمولو بهترینه لاره ده .

د ترکیې او سوریې په پولو کی له ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره د دواړو هیوادونو ګډه ملګرتیا د اسلامی ایران او روسیې په شمول د درستو هیوادونو د توافق وړ ده او په دې لاره کی حرکت د ترکیې د اندیښنو د ختمولو لپاره  بهترینه لاره ده .

په همدې چوکاټ کی د ایران خارجه وزیر ظریف او د روسیې خارجه وزیزر لاوروف د زیارت په ورځ  په ټیلی فونی خبرو کی د دمشق او انکارا او همدارنګه د سوریې او کردانو د استازیو ترمینځ د خبرو اترو په ترسره کیدا ټینګار او اعلان وکړ چی تهران او ماسکو د داسې ارتباط د اسانتیا لپاره چمتو دی .

ښاغلی ظریف همداراز له خپل سوریایی  او عراقی هم څنګ ولید المعلم او محمدعلی الحکیم سره د سوریې د شمال ختیځ د بدلونونو په اړه ټیلی فونی خبرې وکړی او په دغو سلاو مشورو کی د سوریې د مځکنی بشپړتیا په ساتلو او ملی حاکمیت ته په درناوی ټینګار وشو . د یوه بل هیواد په خاوره کی د حکومت له اجازې پرته له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کی یو اړخیزه اقدامات نه یوازې د ترکیې د اندیښنو له ختمولو سره مرسته نه کوی بلکې په سیمه کی د کړکیچ د زیاتیدا سبب هم کیږی  .

له ترهه ګرۍ سره مبارزه د درستو هیوادونو غوښتنه ده او په دې زمینه کی د سوریې حکومت د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لری او د ترکیې حکومت هم دغه اقدام باید د سوریې د پوځ په څنګ کی ترسره کړی . د هر ډول رغنده ملګرتیالازمه د هیوادونو مځکنی بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی دی خو ترکیې د سولې چینه د عملیاتو په اجرا کی په دغه اساسی اصل سترګې پټې کړی دی او همدغې مسلې د سوریې د ولسمشر بشار اشد سخت غبرګون راپارولی دی .

تهران ، انکارا او ماسکو د استانه بهیر په  خبرو اترو کی په ځلونو د سوریې د مځکنی بشپړتیا او ملی حاکمیت پر اهمیت ټینګار کړې دې .

 

ټیګونه

کمنټونه