Oct 19, 2019 06:03 Asia/Kabul
  • ترکیه د داعش د احیاء کولو مسئوله ده

له دې سره په یووخت د ترکیې او امریکا ولسمشر انو رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ چې په سورئې د ترکیې له حملې څو ساعته مخکې ئې هم ټیلفونی خبرې کړې وې بیا په ټیلیفونی تماس کې په سیمې کې د سولې ، امنیت اوثبات د ټینګولو لپاره د ګډو هلوځلو پر دوام ټینګار کړی دی .

روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ  د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون  بیګا په یولړ څرګندونو کې  په سورئې  د ترکیې حمله  یو حماقت بللی او وئیلی ئې دی ،  د داعش د احیاء په بڼه کې به  ترکیه مسئوله وی .

ماکرون زیاته کړې ،ناټو او لویدیځ  دهغه څه  چې   په وروستیو کې  په سورئې کې پیښ شوی دی  لامل دی .

له دې سره په یووخت  د ترکیې او امریکا  ولسمشر انو رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ  چې په سورئې  د ترکیې له حملې څو ساعته مخکې ئې هم ټیلفونی خبرې کړې وې بیا په  ټیلیفونی تماس کې  په سیمې کې  د سولې ، امنیت اوثبات د ټینګولو لپاره  د ګډو هلوځلو پر دوام ټینګار کړی دی .

 له دې مخکې ټرمپ  په یوه پیغام کې  د ترکیې ولسمشر ته سپارښتنه کړې ، چې  په سورئې  د پوځی حملې حماقت دې ونه کړی ، چې دغې سپکې خبرې د  ترکیې د ولسمشر ارودغان سخت غبرګون هم راپارولی او دهغه  دغه پیغام کې ټوکرۍ ته غورځولی ؤ خو اوس بیا  دواړه مشران  په مشکوک ډول سره مشورې هم کوی .

Image Caption

 

ډیری شناندی او کارپوهان وائی چې په سورئې د ترکیې  حمله د امریکا د ولسمشر په شنې اشارې سره شوی ده  او دوی غواړی  د سورئې په ځینوسیمو کې پاتې داعشی تکفیریان خوندی وساتی او  په یوه بل اسلامی ټاټوبی کې ورځینی ناوړه استفاده وکړی،او په همدې خاطر دامریکا دولسمشر مرستیال  ترکیې ته تللی او د ترکیې پوځی عملیات ئې  د اوور بند په نامې سره  ترپنځو ورځو پورې ځنډولی دی .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه