Oct 20, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • د سعودي تیري ګرو د شکنجې له امله درې اسیر یمنیان ووژل شول

د یمني اسیرانو ملي کمیټې په مأرب کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف د تالي څټو د شکنجې له امله د دریو یمني ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د یمني اسیرانو ملي کمیټې په مأرب کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف د تالي څټو د شکنجې له امله د دریو یمني ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د یمن د اسیرانو د چارو ملي کمیټې پرون د یمني اسیرانو خلاف د دغه جنایت په غندلو سره وویل: یمني اسیران د تیري ګر سعودي ائتلاف د جګ پوړو قومندانانو په حکم شکنجه کیږي.

دغې کمیټې تیري ګر سعودي ائتلاف د یمن د اسیرانو خلاف د ترسره شویو جنایتونو قانوني او اخلاقي مسئول وباله.

 

ټیګونه

کمنټونه