Oct 20, 2019 15:09 Asia/Kabul
  • د څلورونیول شوو صهیونیسټی عسکرو نوی عکسونه خپرۀ شوی

په عین حال کې د حماس غورځنګ ویندوی حازم قاسم وئیلی دی ، دغه ویډیو په دې خبرې ټینګار دی، چې صهیونیسټی پوځیان به د اتلو فلسطینیانوله هر یوه بندی سره له واقعی مبادلې پرته خوشی نشی .

زمونږخبریال د المیادین خبری چینل له قوله راپورراکړ د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس پوځی څانګې عزالدین قسام یونټونو د څلورو نیول شوو صهیونیسټی عسکرو د ویډیو ئی عکسونو په خپرولو سره وئیلی دی  اسرائیلی رژیم د فلسطین د اسلامی مقاومت  غورځنګ په وړاندې   اوس له  بل هر وخته زیاته کمزورتیا احساسوی .  

 دغه راپور ښئ  دغه ویډیو چې  د :ستاسو پوځیان هماغه راز په غزې کې دی:  په عنوان سره  خپره شوی،د څلورو صهونیسټی عسکرو د عکسونو په  ښودلو سره پیلیږی  او د هغو مهم اطلاعات  په دوو ژبو عربی اوعبری وئیل شوی دی .

 عزالدین قسام کنډکونو په دغې ویډیو کې روښانه کړې ده،د تیریګر صهونیسټی رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو د فلسطین د مقاومت  په بندونو کې  دخپلو بندی عسکرو برخلیک ته هیڅ پام نه کوی او د بندیانو د مبادلې لپاره په موافقې پسې نه دی  .

 په عین حال کېد حماس غورځنګ ویندویحازم قاسم وئیلی دی،دغه ویډیو  په دې خبرې ټینګار دی، چې  صهیونیسټی پوځیان به د اتلو فلسطینیانوله هر یوه بندی سره له واقعی مبادلې پرته  خوشی نشی . 

 

ټیګونه

کمنټونه