Oct 22, 2019 15:57 Asia/Kabul
  • ادلب ولایت د سوریې یوازنی ولایت دی چې د ترهګرو ډلو او د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو په نیواک  کښې دی .
    ادلب ولایت د سوریې یوازنی ولایت دی چې د ترهګرو ډلو او د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو په نیواک کښې دی .

زمونږ خبریال وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل د ادلب جبهه په هیواد کښې د جنګ ، دبلوا او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ترټولو اساسی جبهه ده .

هغه نن د ادلب ولایت په جنوب کښې د جنګ په  یوې (۱) جبهې کښې په شتون سره د ترکیې  په ولسمشر رجب طیب اردوغان نیوکې سره  د انکارې(Ankara) لخوا د سوریې په خاورې تیری د واکمنۍ خلاف ورزۍ وبلله او زیاته یې کړه ترکیې له دې مخکې د سوریې کارخانې ، غنم او تیل چورتالان کړل او نن سبا غواړی د سوریې خاوره ونیسی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد د هیواد په ختیځ او لویدیځ کښې جنګ د عربی پوځ د قدرت او دتمرکز د تیت پرک کولو لپاره دسیسه وبلله او ویې ویل د سوریې د  حکومت له نظره د هیواد ټوله خاوره اهمیت لری او پوځ هم په میدان کښې د پوځی حالت او د لومړیتوبونو پراساس عمل کوی .

بشار اسد د امریکا په پوچو ملاتړونو باندې د سوریې د ځینو خلکو په اړوندوالی د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د دغه اړوندوالی نتیجه همدا اوس د ترکیې لخوا دسوریې د شمالی د ډیرو سیمو نیواک دی  داسې سیمې چې د امریکا له پلان سره سم باید د واشنګټن تر کنټرول لاندې وائ .

دسوریې ولسمشر بشار اسد د خپل هیواد له کردانو د بیا ملاتړ په اعلانولو سره وویل کله چې په هیواد کښې د دښمانانو لخوا له تیری او غلا سره مخ کیږئ باید له مخکې څخه زیات له یوبل سره ملګرتیا کوئ او سره متحد شئ .

دسوریې ولسمشر بشار اسد نن د غه راز په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت په خوا کښې په «الهبیط» ښارګی  کښې د جنګ د لومړۍ کرښو کتنه وکړه .

ادلب ولایت د سوریې یوازنی ولایت دی چې د ترهګرو ډلو او د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو په نیواک  کښې دی .

 

ټیګونه

کمنټونه