Nov 02, 2019 14:42 Asia/Kabul
  • صهيونېسټ رژيم ته د لبنان د حزب الله خبردارے

د لبنان حزب الله صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ ، د لبنان په هوائي حريم د تيري په صورت کښې به د دغه رژيم ډرون الوتکې رانسکورې کړې شي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د لبنان له حزب الله سره نزدې الاعلام الحربي اطلاع رسونکې ډلې په عبري ژبه سب ټائيټل سره  د يو لنډ ويډيو په خپرولو سره صهيونېسټ رژيم ته په خطاب کښې وويل، په لبنان باندې د اسرائيلو د ډرون الوتکو له هر ډول تيري سره به مقابله اوشي. صهيونېسټي رسنيو د لبنان د حزب ا... لخوا خپره شوې ويډيو په دې اړه چې ډرون الوتکې به يې هدف ګرځي اسرائيلو ته يو واضحه پېغام بولي هم هغه ډول چې حزب الله يې وعده کړې ده.

تراوسه د لبنان په جنوب کښې د حزب الله د ځواکونو لخوا د صهيونېسټ رژيم څو جاسوسي ډرون الوتکې رانسکورې کړې شوې دي.

صهيونېسټ رژيم په ځلونو د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۱۷۰۱ پرېکړليک په خلاف د لبنان د هوائي حريم خلاف ورزي کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه