Nov 03, 2019 05:43 Asia/Kabul
  • د سوريې په شمال کښې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اورسوله

له ترکيې سره د سوريې په پوله کښې د تل ابيض ښار په بازار کښې د موټر بم چاودنه کښې لږ تر لږه نولس تنه مړۀ او په لسګونو نور ژوبل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې د سوريې د شمال ختيځ تل ابيض ښار ته د ترکيې د فوځيانو له ننوتلو نه وروسته دا دويمه چاودنه ده.

تر اوسه هيڅ ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

د اکتوبر په ۱۹ د سوريې په شمال د ترکيې د فوځ له حملې وروسته د سوريې د کُردو ډېموکرېټ نومې ځواکونو د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې د سوريې د شمالي سيمو کنټرول دې په لاسو کښې واخلي.

د دغې موافقې له مخې د سوريې فوځ تر اوسه د دغه هېواد په شمال کښې د زياتو سيمو کنټرول په لاسو اخېستے دے.

همدارنګ رسنيو د سوريې د شمال رقه صوبې ته دامريکائي فوځيانو د بيا ستنېدو او د دغه هېواد په شمال ختيځ کښې د يوې نوې فوځي اډې د جوړولو خبر  ورکړ. امريکائي فوځيان همدارنګ له عراق سره د سوريې د پولو په نزدې کښې د ديرالزور صوبې په ختيځ او شمال کښې د دوو فوځي اډو د جوړولو په حال کښې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه