Nov 11, 2019 15:35 Asia/Kabul
  • هیوادونو د ایو مورالس څنګ ته کیدا کودتا وبلله

زمونږ خبریال وایی د وینزویلا ولسمشر ، د کیوبا خارجه وزارت ، د میکسیکو خارجه وزیر ، د کلمبیا حکومت او د ارجنټاین منتخب ولسمشر د بولیویا د ولسمشر ایو مورالس استعفا کودتا وبلله او هغه یې وغندله .

د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو بیګا د بولیویا د کیڼ پال مشر ایو مورالس(Evo Morales ) پرضد کودتا وغندله .

د کیوبا خارجه وزارت هم د ایو مورالس د استعفا خبر ته په غبرګون کښې د بولیویا د ولسمشر په توګه له هغه دنړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه .

د میکسیکو خارجه وزیر مارسلو ایبرارډ(Marcelo Ebrard) هم په بولیویا کښې له کودتا سره د خپل هیواد مخالفت اعلان کړ او هغه یې وغندله .

د کلمبیا حکومت هم د بولیویا د  ولسمشر ایو مورالس د استعفا خبر ته په غبرګون کښې د بولیویا په بدلونونو دغور لپاره د امریکایی هیوادونو د موسسې د شورا د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه .

د ارجنټاین ولسمشر البرټو فرنانډز(Marcelo Ebrard) هم د بولیویا بدلونونه چې د ولسمشر ایو مورالس د استعفا سبب شوه کودتا وبلله او هغه یې رد کړه .

د بولیویا ولسمشر ایو مورالس بیکا په هیواد کښې د امنیت او د ارامښت د ټینیګیدا په هدف سره له خپل مقام څخه استعفا ورکړه .

د بولیویا د مشرانو جرګې مشر اډریانا سالوا تیه را هم د ولسمشر له استعفا وروسته له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه .

 

کمنټونه