Nov 12, 2019 05:24 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دټرمپ سټراټژی ناکامه شوې ده

سید حسن نصر ا.... وئیلی په سیمې کې د مقاومت د چورلیز مرکز،د جنګ دپیښیدا له احتماله وتلی او اوس شرائط لاپیاوړی شوی دی، ایران نن سبا د تیر وخت په نسبت لازیات قدرتمند او عزتمند شوی او په سیمې کې مهم ځای لری .

 د لبنان  د حزب ا...ولسی غورځنګ  عمومی منشی  سید حسن نصر ا.... پرون ناوخته د مقاومت د شهید د ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې ایران  له بندیزونو سره   پر اړونده سختیانو دبرلاسه کیدا  توانمنۍ لری ،روښانه کړې ده ، اوس درست لویدیځوال څارونکی په زغرده وائی  د ایران په ضد دډونالډټرمپ  ستراټژۍ ماته خوړلې ده  او  د امریکا  ولسمشر  هماغه راز د  ایران  له خواد ټیلیفونی تماس په تمه دی ، خو  هیڅکله به هم   دغه ټیلیفون کال ونه وینی .

 د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی  زیاته کړې اسلامی ایران د درستو دباؤنوا و بندیزونو په وړاندې په مقاومت اوکلکې دریدا سره د امریکا د ولسمشر یو اړخیزه سټراټژی له ماتې سره مخامخ کړې ده .

 سید حسن نصر ا....  وئیلی  په سیمې کې د مقاومت د چورلیز مرکز ،د جنګ دپیښیدا له  احتماله وتلی  او  اوس شرائط  لاپیاوړی شوی دی ، ایران نن سبا  د تیر وخت په نسبت لازیات قدرتمند او عزتمند  شوی او  په سیمې کې مهم  ځای لری .

 هغه  همداراز ددې خبرې په کولو سره چې مقاومت نن سبا په سیمې کې  دخپل قدرت ، اهمیّت او شتون په اوج کې دی ،د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ د عمومی منشی عبدالمالک الحوثی  څرګندونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، په یمن د احتمالی حملې په باب صهونیسټی رژیم ته د یمن د انصار ا...غورځنګ د مشرخبرداری او دریځ د مقاومت  چورلیز ته د  یوه بل قدرت د عامل  ورزیاتیدا ده .

 

ټیګونه

کمنټونه