Nov 12, 2019 06:46 Asia/Kabul
  • امریکا دې د سورئې دتیلی تاسیساتو له کنټرولونکوهڅولاس په سرشی

لاؤروف د سورئې د تیلی تاسیساتو دساتنې په پلمه ددغه هیواد په شمال کې د امریکا پوځی شتون،د سورئې له تیلی زیرمو څخه د غلا په معنا بللی دی .

 ایتارتاس خبری آژانس راپورورکړی ،  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون مازدیګر په ایروان کې  له خپل ارمنی  همڅنګ  زهراب مناتسکانیّن سره په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ،د سورئې د تیلی تاسیساتو دکنټرولولو لپاره  دامریکاهڅه  یو غیر قانونی اقدام دی  .

 لاؤروف  د سورئې د تیلی تاسیساتو دساتنې په پلمه  ددغه هیواد په شمال کې د امریکا پوځی شتون،د سورئې له تیلی زیرمو څخه د غلا  په معنا بللی دی . 

 د روسیې مرستیال خارجه  وزیر سرګئ ریابکوف  هم  له دې مخکې  د سورئې د تیلی پیلیټ فارمونود بیرته کنټرولولو لپاره له هڅې د امریکا موخه د خپلو اقتصادی ګټو اوتمو  ته رسیدل بللی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه