Nov 16, 2019 05:12 Asia/Kabul
  • سعودی عربستان دیمن په الحدیده سیمې برید  کړی

زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف بیګا د اوربند د موافقې په بیا خلاف ورزۍ کولو سره دیمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې په هستوګنه سیمو د هوانونو ډزې وکړې .

ویل کیږی چې د سعودی عربستان تیریګرو عسکرو او دهغوې ګوډاګیانو دیمن په الحدیده ولایت کښې په التحیتا او الدریهمی سیمو د هوانونو په لسګونو ګولې ویشتلی دی  خو تراوسه یې د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی رسیدلی .

 دیمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د سعودی عربستان د پلاوی او د یمن د پلاوی ترمینځ د اوربند موافقه د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه په سویډن کښې لاسلیک شوی وه خو د عربستان تیریګر ائتلاف هره ورځ د دغه موافقې خلاف ورزۍ کوی .

د سعودی عربستان پوځی تیری د یمن بې وزله هیواد  دخوراکی موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه