Dec 01, 2019 16:34 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیانیه کښې د دمشق حکومت د سوریې د اساسي قانون د جوړولو د کمیټې په کاري بهیر کښې د ګډوډي په جوړولو تورن کړ.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اساسي قانون د کمیټې په هکله خبرې اترې (سوري-سوري) دي، له دغې کمیټې سره په تړاؤ کښې د امریکې دریځونه بې ارزښته وبلل.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیانیه کښې د دمشق حکومت د سوریې د اساسي قانون د جوړولو د کمیټې په کاري بهیر کښې د ګډوډي په جوړولو تورن کړ.

د شام د بهرنیو چارو وزارت نن د واشنګټن د دریځونو په غبرګون کښې څرګنده کړه: د امریکې او ځینو نورو هیوادونو نظرونه او بیانیې هیڅ ارزښت نه لري او د اساسي قانون د کمیټې په کار او د خبرواترو په ماهیت او د هغې د کار په مضمون به هیڅ اغیزه ونه کړي.

د شام د بهرنیو چارو وزارت په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دغه هیواد د اساسي قانون د تدوین د کمیټې د فعالیت د بهیر په هکله د واشنګټن دریځونه د هیوادونو په چارو کښې د مداخلې په معنا دي، زیاته کړه: د جنیوا خبرې اترې (سوري-سوري) خبرې اترې دي او هیڅ کس په کښې د مداخلې حق نه لري.

د شام د اساسي قانون په کمیټه کښې یونیم سل غړي شامل دي چې پنځوس تنه یې د سوریې د حکومت استازي، پنځوس یې د مخالفو وسله والو او پنځوس تنه نور یې د مدني ټولنې نمایندګان دي.

د ویلو ده چې د سوریې د اساسي قانون د برابرولو د کمیټې وړومبۍ غونډه د اکتوبر په دیرشمه نیټه په جنیوا کښې ترسره شوه او دویمه غونډه یې په هم دغه ښار کښې د نومبر په پنځویشتمه پیل شوه خو تیره جمعه د دغې کمیټې د کاري مهال ویش په هکله تفاهم ته د حکومت او مخالفانو د پلاویو د نه رسیدو په وجه بې نتیجې پاې ته ورسیدله.

 

ټیګونه

کمنټونه