Dec 05, 2019 14:34 Asia/Kabul
  • د یمن په جنوب کې دسعودی او  اماراتی ځواکونو ترمینځ هماغه راز نښتې دوام لری

د یمن په جنوب کې د منصور هادی او د انتقالی شورا د وسلوالو ترمینځ نښتې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پیل شوی او ددواړو خواؤ په سلګونو کسان پکې وژل شوی دی .

 فارس خبری آژانس راپورورکړی،د عربستان په ریاض کې د اماراتی ځواک او د تښتې شوی او مستعفی  ولسمشر عبدربه منصور هادی له حکومت سره داړونده ځواک ترمینځ  د شوی موافقې له یوې میاشتې تیریدا وروسته هماغه راز دیمن په جنوب کې  په ابین ښار کې د دواړو لورو دتالی څټو ځواکونو ترمینځ سختې نښتې شوی  او وئیل کیږی ،  چې دواړو خواؤ ته یوشمیر مرګ ژوبلې  هم اوښتی دی .

 ددغه راپور په اساس ،د یمن دجنوب انتقالی  شورا  پرون ددې خبرې په کولو سره چې د ریاض د موافقې په اساسد ټاکل شوی پوځیاو امنیتی کمیټې په غونډې کې به ګډون ونه  کړی،په ابین ولایت کې  دتاؤتریخوالو دزیاتیدا لامل شوی دی .

 له بل پلوه دیمن رسندویو  نن  ددغه هیواد په جنوب عدن شاوخوا کې په دارسعد سیمې کې د چاودنو خبرورکړی دی.د یمن په جنوب کېد منصور هادی او د انتقالی شورا د وسلوالو ترمینځ  نښتې له پنځو میاشتو مخکې راهسې پیل شوی او ددواړو خواؤ په سلګونو کسان پکې  وژل شوی دی .  

 

ټیګونه

کمنټونه