Dec 05, 2019 15:26 Asia/Kabul
  • امریکایان له سورئې د داعشیانو کورنۍ عراق ته منتقلوی

دسورئې د بشری حقوقو د دفاعی ادارې مرکز هم تیره اونۍد امریکا تر ملاتړ لاندې د سورئې د نظام دمخالفو وسلوالو ډلو له خوا د داعشیانو د یو سل لسو کورنیو دخوشی کیدا خبر ورکړی ؤ .

فارس خبری اژانس راپورورکړ،د امریکا ترهه ګرپوځیانو د سورئې په شمال  ختیځ کې  له الحسکه ولایته  دد اعشی تکفیریانو په سلګونو کورنۍ عراق ته منتقلې کړی دی .

 راپورښئ د  سورئې سانا رسمی خبری آژانس راپور ورکړی،امریکائی پوځیانو  له الهول کیمپه چې د داعشیانو د کورنیو د ساتنې مرکز دی،د داعشیانو د کورنیو څه دپاسه شپږ سوه ښځې ماشومان او نور غړی عراق ته منتقل کړی دی ..

 ددغه راپور په اساس د الحسکه ولایت زیاتره سیمې دسورئې د ډیموکراټیک ځواک  په نامه دکردانو وسلوالو ډلو تر سلطې لاندې دی  چې  امریکا  د خپلو سیاسی او اقتصادی ګټو لپاره ورځینی بشپړ ملاتړ کوی .

 دسورئې د بشری حقوقو د دفاعی ادارې مرکز هم تیره اونۍ  د امریکا تر ملاتړ لاندې د سورئې د نظام دمخالفو وسلوالو ډلو له خوا د  داعشیانو د یو سل لسو  کورنیو  دخوشی کیدا خبر ورکړی  ؤ .

د ترکیې پوځ د اکتوبر له نهمې نیټې څخه له ترهه ګرۍ سره دمقابلې  اود کرد وسلوالو  له شتونه چې ترکیه ئې ترهه ګر ګڼی،د سورئې او ترکیې د پولې د پاکونې په پلمې سره د سورئې په شمال حمله کړې ده .

  خبری سرچینو په همداوروستیو کې وئیلی دی ، امریکائی ترهه ګر پوځیان  په الهول کیمپ کې د وهابیّت د فرقې په اساس د تکفیری ترهه ګرو د  نوی نسل پر روزنو بوخت دی

 

ټیګونه

کمنټونه