د مراکش بادشاه دامریکا خارجه وزیر سره له لیدو انکار وکړ
د صهونیسټ رژیم آئی ۲۴ټیلیویژنی چینل له دې مخکې په یوه راپور کې وئیلی وو ، چې مراکش ته د امریکا د خارجه وزیر سفر له صهیونیسټ رژیم سره د رباط د حکومت د اړیکو د عادی کولو په موخې سره ترسره شوی دی .
روسیا الیوم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ د امریکا خارجه وزیر چې پرون د مراکش پلازمینې رباط ته تللی ، ددغه هیواد له لومړی وزیر او دملی امنیت له عمومی مدیر سره ئې لیدنه کړې او د مراکش له پاچا سره ئې هم لیدل غوښتل ،خو دمراکش پاچا شپږم محمد له هغه سره له لیدو انکار کړی دی .
راپورښئ چې د امریکا خارجه وزیر لپاره د ماښامنۍ پروګرام هم نه دی شوی او دغه راز وئیل کیږی چې د مراکش او امریکا دخارجه وزیرانو د ګډخبری کنفرانس لپاره د رسندویو استازی خارجه وزارت ته وربلل شوی وو ،خو د ځینو نامعلومو وجوهاتو په اساس دغه ګډ خبری کنفرانس هم نه دی شوی او د امریکا خارجه وزیر بیرته ستون شوی دی
د صهونیسټ رژیم آئی ۲۴ټیلیویژنی چینل له دې مخکې په یوه راپور کې وئیلی وو ، چې مراکش ته د امریکا د خارجه وزیر سفر له صهیونیسټ رژیم سره د رباط د حکومت د اړیکو د عادی کولو په موخې سره ترسره شوی دی .