Dec 08, 2019 06:23 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو يو ځل بيا په غزې حمله وکړه

فلسطيني سرچينو نن سحر وختي د غزې په تړانګې د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د بيا حملې خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې فلسطيني سرچينو وويل، د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو د غزې د تړانګې د جباليا سيمې په ختيځ حمله وکړه.

د فلسطين د مقاومت هوائي دفاعي سېسټم د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو له حملې سره مقابله وکړه.

فلسطيني سرچينو وويل، د فلسطين مقاومتي ډلو د حملې په دوران کښې د اسرائيلي جنګي الوتکو په لور ډزې وکړې.

د صهيونېسټ رژيم فوځ ادعا وکړه چې دغه حمله له غزې څخه د مقبوضه زمکو په لور د دريو راکټونو د ويشتل کېدو په ځواب کښې شوې ده.

صهيونېسټ رژيم د ۲۰۱۷ کال له دسمبر  څخه په غزې باندې وخت په وخت په چټي بهانو سره د هوائي حملو نوې دور په خپله اېجنډا کښې راوستلے دے چې په دغو حملو کښې تر اوسه په زرګونو فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

ټیګونه

کمنټونه