Dec 10, 2019 07:23 Asia/Kabul
  •  دعراق  پوځ د  الحشد الشعبی ولسی مبارز غورځنګ بشپړ ملاتړکوی

د عراق د ولسی مبارز ځواک د کمزوری کولو لپاره د ځینو سیاسی ډلو له هڅې سره په یو وخت د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک مرستیال ابومهدی المهندس په دې خبرې په ټینګار سره چې دغه ولسی مبارز ځواک له پوځ سره مټ په مټ له فتنه ګرو سره د مقابلې لپاره تیار دی ، هیله ښودلې ، حکومت د اعتراض کونکو غوښتنې پوره کړی .

 زمونږ خبریال راپورراکړ  د عراق د پوځ  دعمومی قوماندان ویندوی عبدالکریم خلف  پرون د یوې اعلامیې په  خپرولو سره   له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې  د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک   بریالی  کړچار ته په اشارې سره وئیلی دی ، دغه مبارز ځواک  د  وسلوال ځواک د عمومی قوماندان  په توګه د لومړی وزیر تر  امر لاندې  دی او ټاکل شوې نه ده چې له بغداده ووځی .

  له دې مخکې ځینو رسندویو  وئیلی وو ، چې  لوړپوړو چارواکو  له بغداده د  الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د  وتلو فرمان صادر کړی دی .

ټیګونه

کمنټونه