Dec 11, 2019 04:26 Asia/Kabul
  • ترهګر د کیمیاوی وسلو د کارولو هڅه کوی

تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې سرچینو پرون په ادلب ولایت کښې د کیمیاوی وسلو د یوې (۱) نوی حملې د ترسره کولو لپاره د ترهګرو ډلو د چمتووالی خبر ورکړ .

د سوریې سرچینو زیاته کړه د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو او سپین خولیو( White Helmets) د کلورین ګازونو څو بیرلونه (Barrels) په شمال کښې د ادلب ولایت په جنوب کښې سراقب (Saraqib) او معره النعمان(Maarat al-Numan) ښارونو ته منتقل کړی دی .

د سوریې دغو سرچینو وویل د کلورین ګازونو دغه بیرلونه د ادلب ولایت له خارج څخه  د سپین خولیو په دوو (۲) ګاډو کښې نوموړیو ښارونو ته انتقال کړې شوی دی .

د سپین خولیو په نوم ډله د ۲۰۱۳ میلادی کال په مارچ میاشت کښې د امریکا د بریتانیا او د ترکیې په مرستو سره جوړه شوه .

ددغه ډلې کاری حوزه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو تر سلطې لاندې سیمه بیان شوی ده .

ترهګرو ډلو  مخکې هم د سوریې په ادلب او نورو سیمو کښې کیمیاوی وسلې کارولی وې او هڅه یې کړی وه چې د دمشق حکومت ددغه کار مسول معرفی کړی چې له دې لارې په سوریې د لویدیځو هیوادونو د پوځی برید لپاره پلمه برابره کړی .

په سوریې  کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، استخباراتی او پوځی مرستې سعودی عربستان ، ترکیه ، امریکا ، انګلستان ، متحده عربی امارات، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .

 

ټیګونه

کمنټونه