Dec 15, 2019 05:09 Asia/Kabul
  • د عراق په ختیځو سیمو کښې ولسی ځواک دیره شو

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق سرچینو پرون له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې لپاره په ختیځو سیمو کښې د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی د ګڼ شمیر ځواکونو د دیره کیدا خبر ورکړ .

د عراق په دیاله ولایت کښې یوه(۱) ځایی چارواکی وویل دغه اقدام په دغه سیمې باندې  د داعش ترهګرې ډلې د غړیو له حملې وروسته ترسره شوی دی .

د عراق په ختیځو سیمو باندې  د داعش ترهګرې ډلې په وروستیو بریدونو کښې د دغه هیواد یوشمیر ښاریز وژل شوی او ژوبل شوی دی .

د داعش ترهګرې ډلې پټو عناصرو په تیرو څو اونیو کښې په عراق کښې له ناکراریو څخه په ناوړه استفادې سره ځانونه د عراق په بیلابیلو سیمو کښې د نویو حملو لپاره تیار کړی دی .

امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، بحرین ،اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه هڅه کوی چې په عراق او سوریې کښې داعش او نورې وهابی تکفیری ترهګرې ډلې له سره منظم کړی او ورسره پوځی ، مالی او  استخباراتی مرستې زیاتې کړی چې دغه دوه (۲) هیوادونه نور هم پسې ناامنه او بې ثباته کړی .

امریکا او سعودی عربستان له تیرو څو کلونو راهسې د داعش ،جبهه  النصره او نورو ترهګرو ډلو د پیاوړی کولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه