Dec 15, 2019 06:28 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه په یمن د حملو د زیاتیدا مسول دی

فارس خبری اژانس وایی د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع ملګری ملتونه په لویدیځو سواحلو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د حملو د زیاتیدا مسول وبلل .

هغه پرون د یمن په لویدیځ د سعودی ائتلاف د حملو د زیاتیدا ته په اشارې سره  وویل د سویډن له موافقې سره سره سعودی عربستان اوس هم د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت کلابندۍ ته دوام ورکوی او هلته د خوراکی شیانو او د درملو د ورتلو مخه نیسی .

یحیی سریع په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان ائتلاف په الحدیده ولایت کښې د اوربند د موافقې له لومړیوڅځه تراوسه څه دپاسه دیرش زره (۳۰۰۰۰) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړی دی وویل د سویډن د اوربند د موافقې له پیل راهسې دیمن پینځه اویا (۷۵) ښاریز وژل شوی او د لسګونو ماشومانو  او د ښځو په شمول څلور سوه یواتیا (۴۸۱)کسان ژوبل شوی هم دی .

دغه راز د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی امریکا د یمن د کلابندۍ او په دغه هیواد د تیری د بندیدا په لاره کښې  اصلی خنډ وبلله .

هغه په دې خبرې سره چې د یمن پرضد د سعودی عربستان د ائتلاف تیری په ټولو سویو دوام لری وویل په اوسنیو شرایطو کښې د سولې د خبرواترو دوام نامکمن دی .

الحوثی په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان ائتلاف د تیریګرۍ د بندولو لپاره تراوسه کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی وویل یمن تر هغه وخته پورې چې تیری او کلابندۍ دوام ولری له هیڅ هیواد سره خبرو ته تیار نه دی .

 

ټیګونه

کمنټونه