Jan 17, 2020 15:14 Asia/Kabul
  • په یمن د عربستان د حملو دریداهیڅ حقیقت نه لری

د یمن په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس بیګا ددغې نړیوالې موسسې په امنیت شورا کې د یمن په باب د راپور په وړاندې کولو سره وئیلی دی ، تیره اونۍ د یمن د جنګ له پیلیدا له وخت راهسې ددغه جنګ ځپلی هیواد یوه تر ټولو کراره اونۍ وه او یوازې یوه هوائی حمله شوې ده .

د  یمن د پوځ  ویندوی جنرال یحیی سریع  بیګا  له المسیره خبری چینل سره  په خبرو کې وئیلی  دی ،په تیرو شپو ورځو کې په یمن د سعودی ائیتلاف  دحملو زیاتیدا  ، دملګروملتو په امنیت شورا کې د  یمن په چارو کې ددغه نړیوال اورګان د ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس څرګندونې دروغ ثابتې کړی  او د آل سعود رژیم په مشرۍ دغه امریکائی ،عبری او مرتجع ائیتلاف  دیمن دمظلوم ولس په ضد خپلو  تیریو او جنایتونو ته هماغه راز دوام ورکوی .

د یمن په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس  بیګا ددغې نړیوالې موسسې په امنیت شورا کې  د یمن په باب د راپور په وړاندې کولو سره وئیلی دی ، تیره اونۍ د یمن د جنګ له پیلیدا له وخت راهسې ددغه جنګ ځپلی هیواد یوه تر ټولو  کراره اونۍ وه او یوازې یوه هوائی حمله شوې ده .

جنرال یحیی سریع  وئیلی دی ، دسعودی ائیتلاف  هوائی  حملې او جنایتونه   هره ورځ دوام لری ا و هیڅ کموالی پکې نه دی لیدل شوی . 

  د یمن دپوځ ویندوی همدرااز روښانه کړې ده ، سعودی ائیتلاف پرون هم درې ځله  دیمن په شمال  صعده ولایت کې  کتاف سرحدی ښار باندې درې ځله  سخته بمباری کړې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه