Jan 19, 2020 07:38 Asia/Kabul
  • ۱۱۰ تنه سعودي تالي څټي د یمنیانو په توغندوي برید کښې مړه او ژوبل شول

خبري سرچینو د یمن په مرکز مارب ولایت کښې د سعودي ائتلاف د لاس پوڅو په سنګرونو باندې د یمنیانو په میزایل حمله کښې لږترلږه د ۱۱۰ سعودي تالي څټو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

خبري سرچینو د یمن په مرکز مارب ولایت کښې د سعودي ائتلاف د لاس پوڅو په سنګرونو باندې د یمنیانو په میزایل حمله کښې لږترلږه د ۱۱۰ سعودي تالي څټو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

خبري سرچینو بیګا خبر ورکړی چې په دغه توغندوي برید کښې لږترلږه ۶۰ تنه سعودي لاس پوڅي هلاک شوي او ۵۰ نور زخمي شوې دي.

د یمن پوځ او ولسي مبارزانو بیګا په خپل هیواد کښې د سعودي ائتلاف د جنایتونو په ځواب کښې په یو ځايي جوړ بالسټیک توغندي سره په مارب ولایت کښې د سعوي تالي څټو سنګرونه وویشتل.

د ویلو ده چې د یمن دفاع وزیر برید جنرال محمد ناصر العاطفي په دې وروستیو کښې ټینګار کړی و چې د دغه هیواد په تیري ګرو د دوزخ ورونه خلاص کړې شوې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه