Jan 21, 2020 13:05 Asia/Kabul
  • په روان کال کښې له عراقه د امريکائي فوځيانو په وېستلو تاکيد

د عراق د پارلېمان د منيت او دفاع د کمېشن غړي د دغه هېواد له خاورې د امريکائي فوځيانو د وېستلو لپاره د حکومت د عملي اقدام د شروع کېدو خبر ورکړ.

علي الغانمي له بغداد اليوم خبري سائيټ سره په مرکه کښې وويل، حکومت له عراقه د امريکائي ځواکونو د وېستلو د بندوبست کولو لپاره ضروري اقدامات شروع کړي او په روان ميلادي کال کښې به په عراق کښې دامريکائي ځواکونو د موجودګۍ د خاتمې کتونکي يوو.

هغه دې ته په اشارې سره  چې د امريکائي ځواکونو د وتلو لپاره د عراق د پارلېمان فېصله يوه ملي فېصله ده چې د عمومي ګټو په بنياد غوره کړې شوې ده زياته کړه: د الحشد الشعبي د مشرانو او جنګياليو په خلاف د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو له جنايته وروسته په بل هېواد کښې د امريکنيانو شتون د قبول وړ نه دے.

 

ټیګونه

کمنټونه