Jan 24, 2020 14:34 Asia/Kabul
  • د عراق خلکو نن د امریکا پرضد سترې مظاهرې وکړې

د عراق خلکو نن په هیواد کښې د امریکا پرضد د میلیوني مظاهرو په ترسره کولوسره د دغه هیواد د ستر ملت او د اسلام قدرت نیواکګرې امریکا او د هغې نورو ملګرو هیوادونو ته وروښود .

د عراق دبیلابیلو ښارونو خلکو په تیره بیا د  پلازمینې وسیدونکو نن سهار وختي ځانونه بغداد ته ورسول او د امریکا د نیواکګرو ځواکونو پرضد په میلیوني مظاهرو کښې یې ګډون وکړ .

د بغداد بیلابیل سړکونه او کوڅې نن سهار وختي د ښځو ، د سړیو ، د ځوانانو او د بوډاګانو په شمول د بې ساري ولسي ګډون او شتون کتونکي دي .

هغو خلکو چې سړکونو او کوڅو ته راوتلي وو په خپل میلیوني شتون سره د امریکا د عسکرو د نیواکګرۍ د ختمولو او د ازادۍ او د خپلواکۍ لپاره خپل غږ د نړۍ خلکوته  وروسوه .

د خلکو پراخ ګډون چې کفنونه  یې اچولي وو او په لاسونو کښې یې د عراق بیرغونه وو د امریکا د اسرائیلو او د عربو ګوډاګیو واکمنانو پرضد په شعارونو ورکولو سره میلیوني مظاهرو ته لا ښکلا ورکړه .

د عراق خلکو له امریکا څخه د کرکې په اعلانولو سره او امریکا زمونږ هیواد څخه ووځه او مړه دې امریکا او مړ دې وي  اسرائیل شعارونو سره له نیواکګرانو څخه  خپله کرکه او غصه وښودله .

له دغو مظاهرو سره په یووخت د عراق د صدر ډلې مشر مقتدا صدر په یوې (۱) خبرپاڼې کښې د امریکا او د  عراق ترمینځ د ټولو امنیتي تړونونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ د بغداد حکومت باید د امریکا ټولې پوځي اډې بندې کړي او که چیرې د  امریکا حکومت له عراق څخه د خپلو پوځيانو وتلو ته چمتو نشو نو وررسره به د یوه (۱) دښمن او د نیواکګر هیواد په توګه چلند وشي .

مقتدا صدر ډاګینه کړه عراق باید خپل هوايي حریم د امریکا د عملیاتو لپاره وتړي او د امریکا وتل به په عراق کښې د امریکا د ټولو پوځي اډو او د واشنګټن د امنیتي شرکتونو له ختمیدا پرته محقق نشي .

د عراق د اسلامي مقاومت ډلو ، دیني شخصیتونو او ملی او سیاسي مشرانو په هیواد کښې د امریکا د عسکرو پرضد مظاهرې د ملي واکمنۍ ورځ او د نولس سوه شلم (۱۹۲۰) میلادي کال انقلاب او له عراق څخه د انګلستان د استعمار له ذلت څخه په ډک ډول وتلو ته ورته وبللې .

 

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه