Jan 24, 2020 16:09 Asia/Kabul
  • ایت الله سیستاني د عراق په وحدت ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق ستر مذهبي مرجع ایت الله سید علي سیستاني ټینګار وکړ په هیڅ پلمه د هیڅ سړي یا ډلې لخوا د هیواد د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ لپاره هیڅ توجیه نشته .

د عراق د ستر دیني مرجع ایت الله سیستاني په بیاینې کښې چې نن د کربلا د جمعې لمانځه په خطبو کښې د حجت الاسلام احمد صافي لخوا ولوستل شوه ویل شوي دي د عراق خلک  له هرډول خارجي دباو او دیکتې لیرې د هیواد د واکمنۍ د ساتلو په چوکاټ کښې په سوله ییزو رودو سره د خپلو نظرونو او د دریځونو په بیانولو کښې ازاد دي .

 

ټیګونه

کمنټونه