Jan 25, 2020 15:31 Asia/Kabul
  • د عراق ولسي پاڅون به له سیمې د امریکایانو پښې لنډې کړي

د یمن د انصار ا.. .ولسی غورځنګ ویندوی د عربو هیوادونو پر ځینو مشرانو هم غږ وکړ ، په حقیقي خپلواکۍ پسې دې شي او له امریکا او اسرائيلو سره له ارتباط او اړوندوالي دې تیر شي .

المیادین ټيلیویژنی چینل  راپور ورکړ د یمن د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام په عراق کې د امریکا له پوځي شتون سره په مخالفت کې د عراق د ولس د میلیوني لاریون په بشپړ ملاتړ  او قدرونې سره  وئيلي دي ، درست عربی ملتونه باید  د عراق د ملت په دغه اقدام کې بشپړ ملاتړ وکړي .

 د یمن د انصار ا.. .ولسی غورځنګ  ویندوی د عربو هیوادونو پر ځینو مشرانو هم غږ وکړ ،په حقیقي  خپلواکۍ پسې دې شي او له امریکا او اسرائيلو سره  له ارتباط او اړوندوالي دې تیر شي .

د عراق بغداد  پرون سهار وختي راهسې په دغه هیواد کې د امریکا د نیواکګرۍ  له دوام سره  په مخالفت کې د عراق د ولس دشتون تر ټولو بې مخینې صحنې نندارې ته وړاندې کړې او پخپل میلیوني لاریون سره ئې وښودله چې  هیڅکله هم د نیواکګرۍ  او د سلطې په وړاندې  غلي نشي کیښناستلی او دخپل هیواد خاوره به له نیواکګرو او سلطه غواړو پاکه کړي.

راپورونه ددې ښودنه کوي،چې دعراق د ولس پرونۍ میلیوني لاریون په درستې سیمې او نړۍ کې ډير زیات انعکاس درلودلی او زیاتره خپلواکه ملتونو او ټولنود امریکا دنیواکګرۍ په ضد دعراق د ولس ددغو میلیوني مظاهرو بشپړ ملاتړ کړی او   دا ئې د امریکا  د استعمارګر قدرت په مخ یوه بله درنده څپیړه بللې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه