Jan 25, 2020 16:36 Asia/Kabul

په حقیقت کې د امریکا ستره تیروتنه ، د سیمې دملتونو په انقلابي روحیاتو دسترګو پټول دي . امریکایانو په کرتو ښودلې ده چې د ملتونو دتاریخ او دهغو دمبارزو په باب سم درک نه لري او دغه بې اطلاعي تل د دوي یوه ستره کمزوري ده . د عراق د ملت دمبارزو تاریخ هم له دې اصله مستثنی نه دی .

دعراق دخلکو میلیوني مظاهرو ښودلې ده چې دواشنګټن د پوځيانو د ویستلو د قانونو داجرا په بڼه کې د دغه هیواد امریکا پر بندیز مشتمل ددغه هیواد ګواښ،یو داسې وروست آوزار دی ، چې  د  هغو ملتونو او حکومتونو کلک هوډ  او ا راده چې  پخپل ملی حاکمیّت او خپلواکۍ ساتنې پسې دي ،کومې اغیزې نشي شیندلی .

Image Caption

 

  دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخاني پرون د  عراق دینی مرجعیّت ، حکومت ،پالیمان او میړني ملت ته  دخطاب په باب  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په دې خبرې سره چې د عراق دملی حاکمیّت او خپلواکۍ په ملاتړ او د امریکا له نیواکګرۍ سره  دمخالفت د تاریخي او میلیوني مظاهرو  دترسره کیدا په درنښت سره ، دغه ارزښتمند  اقدام  ، له سیمې کې د امریاک د وتلو  ویستلو په لاره کې  دعراق د ویاړمن ولس  مخکښ کیدا اوبیرغوالوال شونه وبلله .

 لويدیځي آسیا  د خپل تاریخ په اوږدو کې  ډيرې زیاتې ټيټې هسکې تجروبه کړي دي .  یوه داسې تجروبه چې   په تیرو وختونو کې د استعمارګرو  د درز اچونکي سیاستونو له پړاؤ رانیولې   په یویشتمې پيړۍ کې د سلطې تر ماډرن پړاؤ پورې  پيښې ئې لیدلي دي .

  امریکایانو په ۲۰۰۳کال کې د عراق له نیواک وروسته  په ډيرو زیاتو لګښتونو سره یو پیچلی پروګرام  اجرا کړ،په دې باب لومړنی ګام  د عراق دغیر پوځي امریکائي حاکم بل برمر په واردولو سره چې ددغه هیواد موقته ائيتلافي حکومت  مشري ئې کوله، پورته شو . هغه د ۲۰۰۳کال د  مئ له یولسمې نیټې د ۲۰۰۴کال ترجولائي پورې  پر عراق واکمن ؤ . له هغه وخت راهسې  امریکا ، یعني  دپوځي شتون ترڅنګ ،کلتوري اوټولنیز نفوذ په عراق کې دیوه بل تر څنګ  پلان او اجرا کړل.

امریکایانو هڅه کوله ، د خپلو سیمه یزو پروژو او موخو په لاره کې په عراق کې په اقتصادي او سیاسی اوامنیتي حوزو کې  دبدلونونو د  بهیر  مدیرّیت وکړي ، خو په دغه کار کې بریالي نه شول . .

په حقیقت کې د امریکا ستره تیروتنه ، د سیمې دملتونو په انقلابي روحیاتو  دسترګو پټول دي . امریکایانو په کرتو ښودلې ده چې  د ملتونو دتاریخ او دهغو دمبارزو په باب سم درک   نه لري  او دغه بې اطلاعي  تل د دوي یوه ستره کمزوري ده . د عراق د ملت  دمبارزو تاریخ  هم له دې اصله مستثنی نه دی .

 تیر وخت ته کتنه ښئ دلومړي نړیوال جنګ په بهیر کې بریتانیا هڅه کړې،عراق چې د عثماني امپراتورۍ تر سلطې لاندې ؤ،خپله ښکیلامینه کړي،خو د انګریز ځواک په ورتلو سره د نجف او کربلا د اوسیدونکو دیني مراجعو په فتوا سره   د استعمارګرو په ضد دسیمې استعماري ضد لومړنی پاڅون   پیل شو او په عراق کې  په عمومي پاڅون  سره  ئې لمن پراخه شوه .  په ۱۹۲۰کال کې  د عراق ولس ددیني مراجعو په فتوا سره  په دغه هیواد کې د انګریز پوځي شتون په وړاندې  پاڅون وکړ او دغه پاڅون لامل شو چې  انګریزان له عراقه ووځي .  اوس هم تاریخ  په یو ډول تکریریږي،یوازې په دې توپیر سره ،چې  امریکا د انګریز تیریګرو په پلۀ ئې پل کیښودلی دی ، خو هغه برخلیک چې اوس دامریکا په وړاندې دی، د هغو تیرو درسونو تکراریدا ده چې چې ښئ ،په سیمې کې د پردیو تیریګرو لپاره هیڅ ځاي نشته.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  او مسلمینو ولی امر حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه ي د تهران د وروستۍ جمعې   د تاریخي خطبو په یوې برخې کې ، مقاومتی چورلیز د قوماندان سردار جنرال قاسم سلیماني  او د الحشد الشعبي د میړني قوماندان  شیهد ابومهدي المهندس  له ښکاره ترور څخه دا مریکا دموخو په بیانولو سره فرمائيلي؛دوي په عراق کې د خپلو سپیرو موخو  دتامینولو لپاره  د عراق  په داخلی جنګ  او فتنو رامینځةکونې  او په نهایت کې ددغه هیواد په ویشلو او د مومن، مبارز، مجاهد او وطن دوست ځواک په جذفولو پسې دي . حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه ي همداراز د امریکایانو  وتلو ته د عراق دپارلیمان د فیصلې په مقابل کې د دوي سپيرې او بې شرمه څرګندونې ددغو فتنو اچونو یو بل مثال وبالۀ او  وې وئيل ؛ دوي چې ځانونه ئې د ډيموکراسۍ  ملاتړي بریښول ،نو عمومي  عُرف ئې څنګة کړی  او وائي ، مونږ په عراق کې د  پاتیکیدو لپاره راغلي یوو  او نه ووځو . د مسلمانانو ولی امر  دسیمې درستو مسلمانو ملتونو ته  په خطاب کې ټينګار کړی ،اسلامی نړۍ باید یوه نوي پانه پرانیزي  او په ملتونو کې  وجدانونه بیدار ، په نفس اعتماد بحال او مومن زړونه ویښ کړي  او درست دې پوه شي ، چې   دملتونو د نجات یوازینۍ لاره ،له  دښمنه نه ویریدل او  استقامت او تدبرّ دی .

  اوس چې له عراقه د امریکائي پوځیانو په وویستلومشتمل دعراق د پارلیمان  د فیصلې کابو یوه میاشت تیریږي،نو د عراق د ملت څپڅپانده  او میلیوني پاڅون،یعني د جمعې په ورځې په بغداد کې په میلیوني لاریون کې  دغه میړني ولس یو ځل بیا له امریکا دسختې کرکې او نفرت چغې د درستو نړیوالو غوږونو ته ورسولې .  

 

ټیګونه

کمنټونه