Feb 13, 2020 16:46 Asia/Kabul
  • د یمن له جنګه د  متحده عربی اماراتو بشپړ وتل

د یمن په جنګ کې د متحده عربی اماراتو یو سل اته پوځیان هلاک شوي دي. پر دې سربیره ، متحده عربی امارات ، د یمن د پوځ او انصار ا...ولسی مبارز غورځنګ له خوا په جدي توګه ګواښل شوي دی . همدغه ګواښ چې د ۲۰۱۹کال له سپرلي څخه لاجدي شوی ، لامل شوی دی ، متحده عربی امارات د یمن په ضد له جنګه د وتلو فیصله وکړي .

متحده عربی اماراتو د یمن په ضد دجنګ د پنځم کال د  پاي په درشل کې اعلان کړی ، چې له یمنه خپل عسکر   په بشپړ ډول وباسي .

د یمن په ضد د سعودي ائيتلاف جنګ د ۲۰۱۵کال د مارچ له شپږویشتمې نیټې پيل  شوی دی .  که څه هم ووئيل شول چې  دغه ائيتلاف په نهو هیوادونو مشتمل دی ،خو عملا سعودي عربستان  او متحده عربی امارت په دغه جنګ کې فعال  شتون لري .

Image Caption

 

د یمن د جنګ د پنځم کال د ختمیدا او د شپږم کال د پيلیدا په درشل کې ، اماراتو ، له یمنه د بشپړ وتلو فیصله کړې ده . په دغه  جنګ کې  د متحده عربی اماراتو پنځلس زره پوځیان برخه اخلي .

په یمن کې د متحده عربی اماراتو د ګډو عملیاتو  قوماندان  جنرال عیسی مزروعي په ابوظبئ کې د  اماراتود پوځي ځواک دستنیدو په دستورو کې وئيلي دي ، د اماراتو جنګي الوتکو په تیرو پنځو کلونو کې د یمن په ضد یو لک دیرش زره ساؤرټي الوتونه (sortie) او همداراز ئې د عملیاتو په ډګر کې  هم څه دپاسه نیم میلیون ساعته الوتونه کړي  دي  اود اماراتو نوي جنګي کشتیو هم په  دغه جنګ کې ګډون درلودلی .

 د یمن په جنګ کې د متحده عربی اماراتو  یو سل اته پوځیان هلاک شوي دي. پر دې سربیره  ، متحده عربی امارات ، د یمن د پوځ او انصار ا...ولسی مبارز غورځنګ له خوا  په جدي توګه ګواښل شوي  دی .  همدغه ګواښ چې د ۲۰۱۹کال له سپرلي څخه  لاجدي شوی ، لامل شوی دی ، متحده عربی امارات  د یمن  په ضد  له جنګه  د وتلو فیصله وکړي .

Image Caption
Image Caption

 

  په لومړنۍ مرحلې کې اماراتو د ۲۰۱۹کال  په اوړي کې د یمن په خاوره کې  دخپلو پوځیانو شمیر کم کړ او پاتې پوځیانو هم  په یمن کې د تالی څټو ځواکونو د روزنې دنده په غاړه درلودلې ده .  اوس په دوهمې مرحلې کې ، پاتې پوځیان هم په بشپړ ډول له یمن څخه  وباسي ، خو په دغه جنګ کې د اماراتو شتون پاي ته نه  دی رسیدلی  ،ځکه  ابوظبئ په تیرو پنځو کلونو کې  د یمن په داخل کې خپل پيّلي او ګوډاګیان روزلي  او دیمن ځاي ځواک ئې جذب کړی دی . د جنوب انتقالي شورا  سیاسی او حزام الامن ځواک هم د یمن په جنوب کې له اماراتو سره اړونده تر  ټولو مهم پوځي ځواک دی .

له یمنه  د متحده عربی اماراتود پوځيانو بشپړوتل  دوه مهم پيغامونه لري .لومړی دا چې ، دریاض موافقه  چې  د ۲۰۱۹کال په نومبر کې د عربستان په مینځګړیتوب سره  د یمن د مستعفي او تښتیدلي حکومت او دجنوب د انتقالي شورا ترمینځ لاسلیک شوي وه ، عملا له ماتې سره مخامخ شوي ، یوه داسې موضوع ،  چې  څو ورځې مخکې د یمن  دتښتیدلي حکومت ویندوي هم پرې اعتراف کړی دی .

 دوهم دا چې ، د اماراتو بشپړ وتل د سعودي ائیتلاف دبشپړ دړې وړې کیدا او له مینځه تلو په معنا دی . یوه داسې موضوع، چې  رای الیوم ورځپاڼې  هم پخپل  یوه راپو رکې ورته اشاره کړې ده  او دا ئې د یمن د جنګ د پاي په پیل او د عربستان او متحده عربی اماراتو ترمینځ د شراکت دختمیدو  او دغه راز د عربی ائيتلاف د له مینځه تلو په عنوان سره بللې ده .

  په حقیقت کې ، امارات دې جمع بندۍ ته رسیدلی چې  دیمن په ضد په جنګ کې به بریالي نشي . د دغه جنګ دوام ددې په ترڅ کې چې  یوه سیاسی او پوځي ماته حسابیږي ، ډير زیات اقتصادي لګښتونه به هم ولري .

داپه داسې حال کې دي چې  دپیسو نړیوال صندوق (آئي ایم ایف) هم پخپل یوه وروستي راپور کې چې  د تیرمیلادي کال په وروستیو کې ئې خپور کړی ، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هیوادونو د اقتصادي شرائطو په باب ئې خبرداری ورکړی دی .

Image Caption

 

  ا وس  له یمنه د متحده عربی اماراتو په بشپړ وتلو سره ، دا سعودي عربستان دی چې باید ددغه جنګ د ختمولو په باب دې فیصله وکړي ،ځکه  چې  دغه :پریکنده  طوفان :نومې ناانډوله جنګ  نه طوفان پاتې دی او نه ئې هم پریکندوالی .

 

ټیګونه

کمنټونه