Feb 16, 2020 12:26 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ټولنې چپتیا جنایتکاران لاسپين سترګي کړي دي

په یمن کې دجنګي جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا،ددغو غیر انساني جنایتونو عاملان د عامو خلکو په وژلو کې لا سپين سترګي او ګستاخ کړي او د درستو بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو د دوام لامل شوي دي .

دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي  د یمن په الجوف ولایت کې په المصلوب ښار باندې د سعوډي ائيتلافي ځواک په جنایتکارې حملې کې د عامو ښاریزو قتل عام په کلکه محکوم کړ.

د آل سعود رژيم جنګي الوتکو بیګا د یمن  دشمال الجوف ولایت    د المصلوب ښار په هستوګنې سیمې  په سختو بمباریو کې  لږ ترلږه څلویښت عام یمن وال په وینو کې لیت پیت کړي دي .

عباس موسوي  نن د یمن له مظلوم ولس سره  د خواخوږۍ په څرګندولو سره وئيلي دي،هروخت چې دسعودي ائيتلاف ځواک  د جنګ په جبهو کې بې شرمه ماتې سره مخامخ کیږي،نو په امریکائي وسلو سره د یمن د ښځو ،ماشومانو او نورو عامو خلکو  وژلو  ته مخه کوي .

 عباس موسوي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  په یمن کې انساني غمیزه باید پاي ته ورسیږي،زیاته کړې،په یمن کې دجنګي جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا،ددغو غیر انساني جنایتونو عاملان د عامو خلکو په وژلو کې  لا سپين سترګي او ګستاخ کړي او د درستو بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو د دوام لامل شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه