Feb 16, 2020 12:38 Asia/Kabul
  • که دسورئې پوځ له خپل ادلبه  ونه وځي نوترکیه به ئې په خلاف راپورته شي

د سورئې پوځ له تیرې یوې میاشتې راهسې ددغه هیواد په ادلب ولایت کې د ترهه ګرو په ضد خپل پاکونکي عملیات له څو چورلیزونو پیل کړي او توانیدلي دي ، په دغې مودې کې د دغې سیمې کابو شپږ سوه مربع کلومیټر برخه سره د حلب دمشق سترې لارې آزاده او د ترهه ګرو له سپيرو منګولو پاکه کړي .

فارس  خبري آ ژانس راپورورکړ  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا دسورئې د ادلب ولایت  دبدلونونو په باب په یوې وینا کې مدعي شوی ، تر څو چې د  سورئې پوځ  له ادلب څخه شاتګ ونه کړي ، نو په دغې سیمې کې به  بحران حل نشي .

 دترکیې ولسمشر ګواښ کړی ، که د سورئې پوځ دروان میاشتې تر و روستیو پورې  دسورئې دشمال ادلب څخه ونه وځي ،نو ترکیه  به دهغوي په خلاف عملیات پیل کړي .

اردوغان  له نړیوالو موافقو سره  د  انقرې دچارواکو د خلافو اقداماتو   او د ترکیې د پوځ له خوا د سورئې د مځکنۍ بشپړ تیا خلاف ورزۍ ته  له اشارې پرته  زیاته کړې ،که د سورئې پوځ  له ادلبه ونه وځي نو حتما د  دوي په خلاف اقدام کوو ، البته د سورئې د ټاټوبو دنیواک  هیڅکله هم نیّت نه لرو او د  سورئې  د  ټاټوبي له نیواک پرته د حل لارې د موندلو لپاره هڅه کوو .

 د سورئې پوځ  له تیرې یوې میاشتې راهسې  ددغه هیواد په ادلب ولایت کې د ترهه ګرو په ضد خپل پاکونکي عملیات له څو چورلیزونو پیل کړي  او توانیدلي دي ، په دغې مودې کې د دغې سیمې کابو  شپږ سوه مربع کلومیټر برخه  سره د حلب دمشق سترې لارې آزاده او د ترهه ګرو له سپيرو منګولو پاکه کړي .

 د سورئې چارواکو په کرتو وئيلي دي،چې د دوي حملې د هغو ترهه ګرو په خلاف  دي،چې  په ادلب کې شتون لري ،خو ترکیه  به وروستیو بدلونونو د اندیښنې په څرګندولو سره مدعي ده چې د سورئې دوسلوالو ډلو د قدرتمنیدا له ویرې مجبوره دي ، خپل عسکر په  ادلب  کې  د سورئې خاورې  ته وارد کړي .یو داسې اقدام چې  د دمشق دحکومت له سخت اعتراض سره مخامخ شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه