Feb 16, 2020 14:57 Asia/Kabul
  • ایران په سیمې کې یو لوي هیواد دی

د عمان خارجه وزیر همداراز په هرمز تنګي کې د جنګي کشتیو هر ډول شتون او ړ شخړې د رامینځةکولو په باب اندیښنه څرګنده کړه . د عمان د خارجه وزیر اشاره ، په فارس خلیج سمندر کې له اوو ه یوادونو د جوړ سنټينل عملیاتو په نامې سره لویدیځي ائيتلاف ته ده .

الجزیره ټيلیوژني چینل راپور ورکړی ، د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي د مونیخ امنیتی غونډې کې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي دایران چیلنج کول   دسیمې د حالاتو له آرامولو سره هیڅ مرسته نه کوي، ځکه  ایران به په هر ډول شرائطو کې  هماغه راز ستر هیواد پاتې شي .

بن علوي ددې خبرې په کولو سره چې عمان له ایران سره یو شان دریځونه لري ، په سیمې ئې کې  د سولې اوثبات په ملاتړ کې د عمان دپاچائۍ په روښانه دریځ ټینګار وکړ .

 د عمان خارجه وزیر  همداراز  په هرمز تنګي کې د   جنګي کشتیو هر ډول شتون  او ړ شخړې د رامینځةکولو په باب  اندیښنه څرګنده کړه .

 د عمان د خارجه وزیر اشاره ،  په فارس خلیج سمندر کې له اوو ه یوادونو د جوړ سنټينل  عملیاتو په نامې سره   لویدیځي ائيتلاف ته ده . 

 امریکا په همداوروستیو میاشتو کې  پر ایران د دباؤ  د زیاتولو په موخې سره ، په فارس خلیج  سیمې کې خپل پوځي شتون زیات کړی  او د ځينو متحدانو  په ملګرتیا سره  لمسونکی اقدامات کوي .

 دایران اسلامی جمهوریت  په فارس خلیج کې د سمندر کچ کونې د آزادۍ د خلاف ورزۍ  په باب د واشنګټن اولندن  د تورونو په  ردولو سره ټينګار کړی ، ددغې سیمې د ساتلو اصلي مسئولیّت  د ایران او  ګاونډیو هیوادونو په  غاړه دی  او اجازت به ورنکړي ، نور ددغې سیمې  امنیت  سره ګډوډ کړي .

 

ټیګونه

کمنټونه