Feb 16, 2020 16:01 Asia/Kabul
  • دمقاومت چورلیز نړیوال استکبار لالهانده کړی

د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا جنایت به په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي شتون دپاي لپاره پیلامه شي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د  عمومی منشي  مرستیال شیخ نعیم قاسم  په جنوبی بیروت کې په یولړ دستورو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  خپلواکي له مقاومت پرته ممکنه  نه ده ، وئیلي دي ،له نړیوال استکبار سره د مقاومت د چورلیز مخامخیدا، د  سیمې او نړۍ  دمستضعفینو لپاره یوه بیلګه کیدلی شی .

شیخ نعیم قاسم   د وحشي صهیونیسټي رژيم په وړاندې مقاومت، له  ظلم اوسلطه ګرۍ سره مبارزه  بللې او وئيلي ئې دي ، دمقاومت چورلیز  نړیوال استکبار سربداله اولالهانده کړی دی .

همداراز د لبنان د حزب ا... داجرائي شورا مرستیال مشر شیخ علی عموش هم  له العهد خبری سایټ سره په خبرو کې  په دې خبرې سره چې  امریکا د  مقاومت دقوماندانانو په ترور سره  په سمیې کې د اوسني  انډول  په بدلولو پسې وه ،یادونه وکړه ، دمقاومت چورلیز په سیمې کې د امریکا د  دسیسو په ناکامولو سره  په درستو جبهو کې په ډګر کې بریالی دی .

شیخ دعموش  همداراز د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دقوماندان سردار قاسم سلیماني او ورسره د مبارزانو دجنازو په دستورو کې د ایران  او عراق د میلیونونو خلکو شتون ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا جنایت  به په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي شتون دپاي لپاره پیلامه شي .

 

ټیګونه

کمنټونه