Feb 17, 2020 07:45 Asia/Kabul
  • د سعودي په جنوبي پولو کښې د دغه هېواد په لسګونو ګوډاګي ځواکونه هلاک شول

د يمن المسير چېنل بېګا د سعودي په جنوبي پولو کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو په عملياتو کښې د سعودي ائتلاف د لسګونو ګوډاګيو ځواکونو د هلاکت خبر ورکړ.

المسيره چېنل وويل، د سعودي د جنوب په عسير صوبه او د ابوالحديد سيمه کښې د سعودي تالي څټو د غونډېدو په ځاے باندې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونوو په حمله کښې د سعودي ائتلاف په لسګونو ګوډاګي ځواکونه هلاک شول او د هغوي يو شمېر فوځي سازوسامانونه  هم تباه کړې شول.

همدارنګ د ابواب الحديد سيمه کښې هم د څو بمونو د چاودېدو له کبله د سعودي ائتلاف يو شمېر ګوډاګي ځواکونه مړۀ او ژوبل شول.

د سعودي د جنوب په جيزان سيمه کښې د دغه هېواد په يو فوځي ګاډي حمله اوشوه چې ګاډے تباه شو او پکښې سوارۀ ټول ځواکونه په هلاکت اورسېدل.

همدارنګ د سعودي د جنوب په نجران سيمه کښې هم د يمني ځواکونو په عملياتو کښې د سعودي ائتلاف په لسګونو ګوډاګي ځواکونه هلاک يا ژوبل شول.

د يمن د دفاع وزير جنرل محمد ناصر العاطفي په دې وروستيو وختونو کښې ويلي وو چې د تيري ګرو مخې ته د دوزخ ورونه خلاص شوي دي.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي

 

 

ټیګونه

کمنټونه