Feb 24, 2020 15:49 Asia/Kabul
  • د جنګ نوے دور، د پېړۍ د معاملې ډالۍ

د ډونالډ ټرمپ لخوا د پېړۍ له نژاد پرستانه معاملې څخه د څه کم يوې مياشتې په تېرېدو د صهيونېسټ رژيم او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ د جنګ نوے دور شروع شو.

د صهيونېسټ رژيم فوځ تېره ورځ د فرورۍ په درويشتمه سحر د غزې په تړانګه د توپونو ډزو او ګوليو په ورولو سره محمد الناعم نومې اويشت کلن فلسطيني ځوان شهيد کړ.

صهيونېسټانو د الناعم له شهيدولو نه پس په بولډوزر ره د دغه فلسطيني شهيد د جسد بې حرمتي وکړه.

دغه جنايت د فلسطين د مقاومت د ډلو له غبرګون سره مخامخ شو او د اسلامي جهاد غورځنګ سرايا القدس نومې فوځي څانګې د ايتوار د ورځې په ماښام د غزې د تړانګې په خواوشا کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو په لوري لږ تر لږه شل راکټونه وويشتل.

صهيونېسټ رژيم هم د دغو حملو په ځواب کښې د غزې په تړانګه او له دمشق سره نزدې سيمې باندې  حمله وکړه چې پکښې د سرايا القدس دوه ځواکونه شهيدان شول.

د دغو پېښو شننه ښودنه کوي چې د جنګ د نوي دور جرړه د اسرائيلو د غاصب رژيم د جنايتکارانه چلند بېلګو ته ګرځي.

دغه رژيم له يوې خوا د غزې په تړانګه باندې حمله وکړه او اويشت کلن فلسطيني ځوان يې شهيد کړ او له بلې خوا دغه رژيم د دغه فلسطيني شهيدان د جسد بې حرمتي وکړه.

په حقيقت کښې صهيونېسټ رژيم د غزې د تړانګې د امنيت په ګواښلو سره د ښاريزو په انساني کرامت هم سترګې پټې کړې او سپکاوے يې وکړ. د چلند دغه بېلګا د فلسطين د مقاومت د ډلو له غبرګون سره مخامخ شوه.د صهيونېسټ رژيم او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ د جنګ نوے دور د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان ډالۍ ده.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په اتويشتمه نېټه په سپينه ماڼۍ کښې او د اسرائيلو د وزيراعظم بنيامين نتنياهو په موجودګۍ کښې د پېړۍ معامله نومې پلان مخکتنه وکړه.

دغه پلان په کامله توګه د صهيونېسټ رژيم په ګټه دے او د هغه له جنايتونو هم ملاتړ کوي. د دغه پلان له مخکتنې وروسته زياتو شناندو وويل چې د پېړۍ معامله به هيڅ ډول صلح رامنځته نه کړي او د اېشيا په لويديځ کښې به د لانجو د لا زياتېدو سبب شي.د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس هم په يوې بيانيه کښې وويل چې د پېړۍ معامله نومې پلان به د اېشيا په لويديځ کښې تاوتريخوالې لا زيات کړي.

د صهيونېسټ رژيم او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ د جنګ نوے دور په داسې حالاتو کښې شروع شو چې په وروستي يو کال د نيواکي زمکو دريم پارلېماني انتخاباتو ته له لسو نه کمې ورځې پاتې دي.

نتنياهو د ستمبر د اولسمې له انتخاباتو نه مخکښې هم د مقاومت ډلو په خلاف جنګ ته مخه کړې وه او کوشش يې وکړ چې له جنګ او د فضاء له امنيتي کولو څخه د خپلو انتخاباتي ګټوپه لړ کښې فائده اوچته کړي. خو دغه پاليسې نه يوازې د ستمبر د اولسمې په پارلېماني انتخاباتو کښې د نتنياهو د کاميابۍ سبب نه شوه بلکه د غزې د تړانګې خواشا صهيونېسټ مېشته ښارګيو په جنګ غوښتونکې پالېسۍ باندې په نيوکې سره په انتخاباتو کښې ډېر کم ګډون کړے ؤ.

همدارنګ نتنياهو يو ځل بيا د انتخاباتو په درشل کښې  جنګ ته مخه کړې دغه ناعاقلانه چلندونه چې د پېړۍ په معامله باندې د فلسطيني ډلو له قهر او ناراضګي سره په يو وخت شوي دي له بل هر يو وخت نه زيات د دې ښودنه کوي چې بنيامين تننياهو په نيواکي زمکو کښې د خپل اقتدار وروستيو ورځو ته نزدې شوےدے.

-----------------

 

ټیګونه

کمنټونه