Feb 27, 2020 16:05 Asia/Kabul
  • د سورئې پوځ د ادلب ولایت جنوب په بشپړ ډول آزاد کړ

وروستی راپورونه ښئ دادلب ، حلب او الحسکه ولایتونو په زیاترو سیمو د سورئې دپوځ په مسلط کیدا سره ، د ترکیې پوځ په همداوروستیو شپو ورځو کې د ترهه ګرو دملاتړ لپاره دسورئې دپوځ مرکزونه او مورچلې په نښه کوي او د سورئې له پوځ سره ښکیلیږي .

  فارس خبری آژانس راپورورکړ،د سورئې د بشري حقوق د دفاعي ادارې  مرکز  نن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د سورئې پوځ  نن د ادلب ولایت  په جنوب کې د ترهه ګرو پر مورچلو او پټنځایونو  دپاکونکو عملیاتو په دوام کې ددغې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی او د هغوي په لسګونو ترهه ګر ئې هلاک او ټپیان کړي  او همداراز ئې ددوي په سترو وسلو سبنال اتلس ګاډي  او ځیني نور تجهیزات هم تباه کړي دي .

 د سورئې پوځ  په ادلب او حلب ولایتونو کې د جنورۍ له څلورویشتمې نیټې پاکونکي عملیات پیل کړي چې په اوڅاره توګه ئې بریالیتوبونه هم ترلاسه کړي دي .

Image Caption

 دغه اعلامیه ښئ دسورئې پوځ   همداراز د دغه هیواد په لویدیځ کې  دحماه ولایت  الننکاوي ، قلیدین ، الحویجة، الحواش، العمقیه  او بیت راس سیمې  هم  دترهه ګرو له سپيرو منګولو پاکې کړي دي .

ټیګونه

کمنټونه