Mar 17, 2020 17:26 Asia/Kabul
  • عراق له امریکې څخه امنیت شورا ته شکایت وکړ

د عراق د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد د پوځ او پولیسو په اډو باندې د بمبارۍ په وجه له امریکې څخه د ملګرو ملتو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

د عراق خارجه وزارت نن په یو لیک کښې د کربلا په نړیوال هوايي ډګر باندې د امریکایانو له وروستیو بریدونو خپل رسمي شکایت د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په عراق کښې د امام حسین علیه السلام د مقدس حرم عمومي دارالانشاء هم په دغه هیواد کښې د ملګرو ملتو نمایندګۍ ته په یو لیک کښې د کربلا په نړیوال هوايي ډګر باندې د امریکې د هوايي تیري د کتنې او مستندسازۍ لپاره د یو پلاوي د جوړولو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې د امریکې جنګي الوتکو د جمعې په سهار د عراق په صلاح الدین، بابل، بصره او کربلا ولایتونو کښې د دغه هیواد د پوځ او د حشد الشعبي ولسي مبارز ځواک په اډو باندې بمبارۍ کړې وې.

په دغه حمله کښې د عراق درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او اووه تنه نور زخمي شوې وو.

 

ټیګونه

کمنټونه