Apr 10, 2020 13:24 Asia/Kabul
  •   په یمن کې د جنګ دوام سعودي ائيتلاف ته هیڅ ګټه نه لري

په داسې حال کې چې د تیریګرسعودي ائيتلاف ویندوي ترکي المالکي بیګا په رسمي توګه په یمن کې د اور بند دموافقې اعلان کړی ، خو له دغه اعلانه څو ساعته وروسته د سعودي ائيتلاف تیریګرو جنګي ا لوتکو د یمن په بیلابیلو سیمو څو ځله سختې بمبارۍ کړي دي .

العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړ  د یمن د انقلاب دلوړې کمیټې مشر محمدعلی الحوثي  په دې خبرې په ټينګار سره چې په یمن کې اوور بندجامعې حل لارې ته اړتیا لري ،  او باید د یمن د ولس  د تائيد وړ وي ، ټينګار کړی ،  عربستان او دسعودي ائيتلاف نور هیوادونه دې دیمن  دجنګ په ختمولو کې  د  هراړخیزو لارو چارو په په جدیّت سره تعامل وکړي ، ځکه دجنګ دوام به په دغو کې یوه هیواد لپاره هم  هیڅ ګټه ونه لري .

الحوثي ، سعودي عربستان د یمن د کلابندۍ له امله د بوږنونکو انساني غمیزو مسئول بللی او  ددغه هیواد د کلابندۍ  د دوام او ورانولو په باب ئې د ریاض چارواکو ته یو ځل بیا جدي خبرداری ورکړی دی .

 د یمن د انقلاب د لوړې کیمټې مشر  ټينګار کړ ی ،  دیمن ملت  په مقاومت او تل پاتیکیدا سره د امریکا او دهغې د تالی څټو او اړونده  آوزارونو حقیقي څيره چې  په یمن کې د ترټولو سترې انساني غمیزې لامل شوي ،د  نړیوالو نندارې ټه وړاندې کړې ده .

داپه د اسې حال کې دي چې  د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع  هم د سعودي ائیتلاف له خوا د اور بند د خلاف ورزیو په غبرګون کې وئيلي دي ،  د یواړخیز اور بند له اعلان سره سره د سعودي ائیتلاف  حملې هماغه راز دواغم لري او د یمن پوځ  او ولسی مبارز ځواک  کمیټئ به   دغه حملې  اوتیري بې ځوابه پرې نه ږدي.په داسې حال کې چې د تیریګرسعودي ائيتلاف ویندوي ترکي المالکي  بیګا په رسمي توګه  په یمن کې د اور بند دموافقې  اعلان کړی ، خو له دغه اعلانه څو ساعته وروسته د سعودي ائيتلاف تیریګرو جنګي ا لوتکو د یمن په بیلابیلو سیمو  څو ځله سختې بمبارۍ کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه