May 23, 2020 15:57 Asia/Kabul
  • د فلسطين په اړه د سيد حسن نصرالله د قدس د ورځې د وېنا درې اصلي محورونه

د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله د جمعې په ورځ د قدس د نړيوالې ورځې د يو څلوېښتمې کليزې په مناسبت وېنا وکړه چې ويلې شوو چې دغې وېنا درې اساسي او بنيادي محورونه لرلي دي.

د سيد حسن نصرالله د وېنا وړومبنے محور په دې باندې تاکيد ؤ چې د فلسطين جغرافيا له بحر نه تر نهر پورې ده. د صهيونېسټ رژيم بېرغ دوه فيروزي لنګ کرښې لري چې يوه پاس ده او بله لاندې ده چې د ستر اسرائيل يا د اسرائيلو پوره ټاټوبے نومې شعار ته اشاره ده او له نيل نه تر فرات پورې مصداق دے. په مقابل کښې دغه نظر د مقاومت د ځينو مشرانو لخوا په تېره بيا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي او د لبنان د حزب الله د مشر سيد حسن نصرا... لخوا مطرح شو چې د فلسطين جغرافيا له بحر نه تر نهر پورې ده. د دې وېنا معنا دا ده چې صهيونېسټ رژيم په دې سربېره چې پکار دے له نيل نه تر فراته خبره هېره کړي بلکه اوسنے حالت هم د منلو وړ نه دے او فلسطين پکار دے په بشپړه توګه د غاصب رژيم له قبضې آزاد شي. د فلسطين د جغرافيا په حقله د سيد حسن نصرالله دغه وېنا نه يوازې له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې د ځينو برخو د يوځاے کولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د فېصلې غندنه ده بلکه حتی له دې نه لا وراخوا د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان واضحه اوپرېکنده ردونه ده.

د لبنان د حزب الله د مشر د دغې وېنا دويم محور د صهيونېسټ رژيم وړوکے ګڼنه وه. سيد حسن نصرالله وويل: «د فلسطين خلق په ظاهر کښې له اسرائيلو سره جنګيږي خو په باطن کښې دغه جنګ او مقابله له امريکې سره ده» په  نورو الفاظو سره که د امريکې ملاتړ نه وي نو صهيونېسټ رژيم هيڅ قوت او توان نه لري او حتی له ځان څخه د دفاع توان هم نه لري. دغه تعبير د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د جمعې د ورځې په وېنا هم موجود دے او دوي هم وفرمايل: «د فلسطين د غصب کولو د غميزې اصلي مجرمان  لويديځ حکومتونه او د هغوي شېطاني سياستونه وو.» سيد حسن نصرالله حتی باوري دے چې په وروستيو څو لسيزو کښې د سيمې جنګونه منجمله د ايران په خلاف د عراق د بعث رژيم د  معدوم ډېکټاټور صدام حمله او په يمن کښې د سعودي اوسنے جنګ هم د امريکې په پلان او مديريت سره او د اسرائيلو په ګټه د قوت د توازن  د ساتلو په هدف سره رامنځته شول.

د مقاومت د سيد او سردار د وېنا دريم محور د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې په وسله وال مقاومت باندې تاکيد دے. په دې وروستيو ورځو کښې د مقاومت ټولو مشرانو اعلان وکړ چې وسله وال مقاومت د فلسطين د ازادۍ يوازېنۍ لار ده.

د لبنان د حزب الله مشر د جمعې د ورځې په خپله وېنا کښې وويل: « د فلسطين د ټاټوبي او مقدساتو د آزادولو يوازېنۍ لار مقاومت دے او له دې نه بغېر ټولې لارې د وخت ضائع کول دي.» په مقاومت باندې تاکيد له صهيونېسټ رژيم سره د ساز باز او خبرو اترو د تګلارې ردول دي، يوه داسې موضوع  چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د  جمعې ورځې په وېنا کښې پرې هم تاکيد وشو.

د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د وسله وال مقاومت کارنده توب د عمل په مېدان کښې هم ثابت شوے دے. په داسې حال کښې چې د ساز باز او خبرو اترو نتيجه له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو بحالولو او د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان ؤ، او د وسله وال مقاومت نتيجه د اسرائيلي فوځ د ماتې نه خوړنې ادعا ردېدل،له صهيونېسټ رژيم سره د جنګ د مودې اږدوالے اتۀ ګېنټو ته رالنډېدل  او همدارنګ د صهيونېسټ رژيم د ګڼ شمېر زيان موندنو ثابتېدل وو. له دې سره سره يو مهم ټکے چې سيد حسن نصرالله ورته اشاره وکړه دا دے چې وسله وال مقاومت به په لنډه موده کښې د فلسطين د ازادېدو سبب نه شي بلکه د آزادېدو بهير به وخت اخلي.د امريکې لخوا د ايران هدف ګرځول او د ايران په خلاف د سختو دباونو راوړل هم په دې  وجه دي چې د ايران اسلامي جمهوريت د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د وسله وال مقاومت ترټولو مهم ملاتړے دے.

-----------

 

ټیګونه

کمنټونه