May 25, 2020 06:08 Asia/Kabul
  • په یمن  به تیري کونکي پښیمانه شي

د یمن د پوځ او ولسی کمیټیو ویندوی یحیی السریع هم ټینګار کړی د یمن په بیلا بیلو سیمو به د تیری ګرو د حملو سختول هغو لپاره بدې پاییلې ولري

د یمن د انصار ا... غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام بیګا د اختر په ورځ د یمن په بیلا بیلو سیمو د سعودی تیری ګر ایتلاف حملې وغندلې  او ویې ویل په یمن  به تیري کونکي پښیمانه شي .

عبدالسلام زیاته کړه د یمن پرضد په کلابندۍ په تپلو ، او وحشیانه او وینه بهونکی اقداماتو د سعودی تیری ګر ایتلاف ټینګار به د تیري ګرو لپاره امنیت رانه وړی .

د یمن د پوځ او ولسی کمیټیو ویندوی یحیی السریع هم ټینګار کړی د یمن په بیلا بیلو سیمو به د تیری ګرو د حملو سختول هغو لپاره  بدې پاییلې ولري .

سعودی جنګی الوتکو په تیرو ساعتونو کې په الجوف ، مارب ، صعده او داسې نورو سیمو څه د پاسه ۴۸ حملې او بمبارۍ کړی دي . په دغو وحشیانه حملو کې په لسګونو بیګناه یمنیان مړه او ژوبل شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه