May 26, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • مقاومت، د ترهګرۍ او نیواکګرۍ په وړاندې یوازنۍ لاره ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په وړاندې او د قدس شریف او د ټولو نیواکي ځمکو د خلاصي یوازنې انتخاب وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت پرون په ټویټر کښې په صهیونیسټانو باندې د لبنان د خلکو د بري او د لبنان له سویل څخه د هغوي د ایستل کیدو د شلمې کلیزې په مبارکۍ سره ټينګار کړی چې د مقاومت سټراټیجي د ترهګرۍ، نیواکګرۍ او سلطې او د قدس شریف او ټولې نیواکي سیمې د آزادۍ یوازنۍ لاره ده.

په دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د لبنان خارجه وزیر ناصف حیتي او د حزب ا... عمومي منشي سید حسن نصر ا... ته په جلاجلا پیغامونو کښې د مقاومت د اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې، له مقاومت سره د لبنان د خلکو، حکومت او پوځ پیوستون د صهیونیسټي رښمن خلاف د بریاؤ راز وباله.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم د ۲۰۰۰ کال د مۍ په ۲۵ نیټه د ټولو پوځي توانمنیو له لرلو سره سره، د لبنان د مقاومت د ځواکونو په وړاندې تسلیم او د دغه هیواد له جنوبه تیښتې ته مجبور شو.

د لبنان خلک هر کال د دغه هیواد له سویل څخه د وروستي صهیونیسټي پوځي د تښتیدو کلیزه د مقاومت او بریا د ورځې په توګه جشن ترسره کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه