Jul 02, 2020 15:48 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم په خلاف د قهر د ورځې مختفو اړخونه او پېغامونه

د فلسطين او د نړۍ د څو هېوادونو خلقو وړومه ورځ د جولائۍ په وړومبۍ نېټه د اردن د لويديځې غاړې د دېرش فيصده برخې د الحاق لپاره د صهيونېسټ رژيم په کوششونو باندې په اعتراض کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف د قهر د ورځې په مناسبت احتجاجي مظاهرې وکړې.

ټاکل شوې وه چې صهيونېسټ رژيم پرون د جولائې په وړومبۍ نېټه له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې دېرش فيصده برخه د يوځاے کولو پلان عملي کړي، خو د فلسطينينانو او بهرنيو شخصيتونو پراخه مخالفت او پرله پسې خبردارۍ د دغه پلان د ځنډېدو سبب شوې. خو صهيونېسټ رژيم کوشش کوي دغه پلان په يو بل وخت کښې عملي کړي.

د فلسطين او څو نورو هېوادونوخلقو وړمه ورځ د صهيونېسټ رژيم په خلاف مظاهرې وکړې چې دغو مظاهرو مختلفو اړخونه لرل. د فلسطينيانو په دغو مظاهرو کښې د لويديځې غاړې او د غزې د تړانګې خلقو او سياسي ډلو په يو وخت ګډون درلود.

دا موضوع ښودنه کوي چې د لويديځې غاړې د الحاق له پلان سره د مخالفت په اړه د فلسطينيانو ترمېنځ اجماع او سياسي يووالے موجود دے. په همدې لړ کښې د حماس وياند عبداللطيف قانوع د وړومې ورځې د مظاهرو ترڅنګه وويل: « د لويديځې غاړې د الحاق د پلان په خلاف د غزې د تړانګې پراخه ولسي تحرکات و د فلسطينيانو پراخه قهر د دغه اسرائيلي پلان په خلاف د ملت د يووالي او د هغه په ماتې باندې د ټينګار ښودنه کوي.»

بله يوه موضوع دا ده چې د صهيونېسټانو په خلاف مظاهرې يوازې په فلسطينيانوپورې محدودې نه ې بلکه د فن لېنډ، اسپانيا، فرانسې او برطانيې وغېره هېوادونو په ځينو ښارونو و واټيکن ښار کښې خلقو د لويديځې غاړې د الحاق له پلان سره مخالفت وکړ او د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام يې وغندۀ. دغه موضوع د دې ښودنه کوي چې د نړۍ په سطح هم د صهيونېسټ رژيم په خلاف يو ولسي خوزښت د برابرېدو په حال کښې دے. د نړۍ په سطح احتجاج کونکو دوه مهمې غوښتنې بيان کړې چې د فلسطين خپلواکه هېواد په رسميت پېژندل او د پراختيا غوښتونکو، قبضه کونکو او د قونيو او د نړيوالو پرېکړليکونو خلاف ورزي کونکو تحرکات په وجه د صهيونېسټ رژيم بائيکاټ پکښې شامل دي.

يوه بله مهمه موضوع دا ده چې فلسطينيانوپه دغو مظاهرو کښې د لويديځې غاړې د الحاق لپاره د صهيونېسټ رژيم د کوششونو په مقابل کښې د دوو عملياتو غبرګونونو په توګه د انتفاضې په بڼه نيونې او له دغه رژيم سره د صلحې د موافقې په لغو کولو تاکيد وکړ.

يوه بله موضوع له وړمې ورځې څخه د الحاظ د پلان د نه اجرا کولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د کابينې فېصلې ته اشاره ده. فلسطيني خلق  او ډلې له يوې خوا د جولائۍ له وړومبۍ نېټې څخه د الحاق د پلان نه عملي کېدل يوه کاميابۍ بولي. او له بلې خوا باوري دي چې د الحاق پلان په کلي توګه او تل لپاره پکار دے لغوشي نه دا چې د لنډې مودې لپاره وځنډول شي ځکه چې يوازې د لنډې مودې لپاره يې ځنډېدل يوه دوکه ده.

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سياسي دفتر مخکښيني مشر خالد مشعل په دې اړه تاکيد وکړ، د لويديځې غاړې د الحاق د پلان د عملي کېدو د وخت ځنډېدل د امريکې او اسرائيلو يوه دوکه او چل دے او هغوي په هيڅ وجه د دغه پلان لغو کول نه غواړي، بلکه مقصد يې د يو ګمراه کونکي ټاکټيک له لارې د دغه پلان د تصويب څه رنګوالے دے.»

--------

 

ټیګونه

کمنټونه