Jul 04, 2020 15:37 Asia/Kabul
  • د عراق د مرجعيت په اړه د آل سعود د سپکاوي پېغامونه او هدفونه

الشرق الاوسط سعودي ورځپاڼې د تېرې جُمعې په ورځ د عراق د عاليقدر مرجع آيت ا... سيستاني له سپکاوي نه ډک کارټون خپور کړ چې له عراق څخه د حاکميت د جدا کولو په حال کښې دے. د سعودي ورځپاڼې دغه اقدام څو پېغامونه او هدفونه لري.

له سپکاوي نه د دغه ډک اقدام يو پېغام دا دے چې سعودي حکومت آيت ا...سيستاني ته په قهر دے ځکه چې هغه له يوې خوا د يو مذهبي سېمبول په توګه په عراق کښې په وحدت او يووالي باوري دے او له بلې خوا د حشد الشعبي د جوړولو فتوا هم د عراق د دغه عاليقدر مرجع لخوا صادره شوه.

له سپکاوي نه د دغه ډک اقدام يو بل پېغام دا دے چې سعودي د امريکې له سياستونو سره غږمله حرکت کوي او حتی د واشنګټن د سياستونواجرا کونکے دے. امريکې په وروستيو مياشتو کښې نېغ په نېغه حشد الشعبي د سياسي او مذهبي  حملو هدف ګرځولے دے. اوس آل سعود د حشدالشعبي بنسټ اېښودونکے د خپل رسانه اي جنګ هدف وګرځوۀ او يو ډول د امريکې په نيابت کښې يې دغه اقدام وکړ.

د سعودي حکومت لخوا له سپکاوي نه د دغه ډک اقدام يو بل پېغام د عراقيانو د سرو کرښو ماتول دي. بې له شکه آيت ا... سيستاني د عراق يوه ډېره مهمه سره کرښه ده او دغه عاليقدر مرجع د عراق د خلقو، سياسي ډلو او حکومت په نزد لوړ مقام لري. په همدې لړ کښې د الفتح پارلېماني ائتلاف مشر هادي العامري د الشرق الاوسط ورځپاڼې د ګستاخانه جسارت په غندلو سره وويل: سعودي رژيم د عراق د ملت له سرو کرښو او لوړو ارزښتونو تېر شو.

د سعودي ورځپاڼې له سپکاوي نه د دغه ډک اقدام يو بل پېغام د عراق په کورنيو چارو کښې د سعودي د مداخلت دوام دے. له دې مخکښې هم د عراق حکومت په بغداد کښې د سعودی سفيرثامر السبهان د عراق په کورنيو چارو کښې د مداخلت په وجه ناخوښه عنصر معرفي کړ او له هېواده يې بهر کړ.

سعودي له سپکاوي نه له دغه ډک اقدام څخه څو مهم هدفونه لري.

وړومبنےاو ډېر مهم هدف په عراق کښې د دوو سياسي قطبونو رامنځته کول دي. په حقيقت کښې آل سعود هم هغه ډول چې د الشرق الاوسط کارټون ښودنه کوي په دې لټه کښې دے چې آيت ا... سيستاني د عراق د حکومت په مقابل کښې او د حکومت د فعاليت لپاره يو خنډ وښئ.

د آل سعود بل هدف په عراق کښې موجودې فرقه پالنې ته لمن وهل دي. په عراق کښې يوسياسي مشکل د دغه هېواد په سياسي ډلو باندې واکمن فرقه پاله نظر دے. دغه مشکل د عراق په کورنيو چارو کښې د بهرنيو هېوادونو د مداخلت او ګټې اوچتولو لپاره په يوې موضوع بدل شو. سعودي هم د عراق د عليقدر مرجع له سپکاوي څخه قرقه پاله اهداف تعقيبوي.

د آل سعود يو بل هدف د هغو کسانو ملاتړ دے چې په دې وروستيوکښې يې په بغداد کښې د کتائب حزب ا... په مرکز حمله وکړه او د هغه يو شمېر کسان يې ونيول. له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادارې ځواکونو د جون په شپږويشتمه نېټه په بغداد کښې د کتائب حزب ا... په مرکز حمله وکړه. له دغه اقدام نه يوازې يوه هفته وروسته چې د عراق د وزيراعظم مصطفی الکاظمی له عذر غوښتنې او د نيول شويو کسانو له آزادولو سره مل ؤ الشرق الاوسط سعودي ورځپاڼې د آيت ا... سيستاني سپکاوے وکړ چې د کتائب حزب ا... له سپکاوي کونکو څخه اشارتاً ملاتړ ؤ.

--------

 

ټیګونه

کمنټونه