Jul 12, 2020 11:59 Asia/Kabul
  • د سعودی ایتلاف په وسیله د یمن کلابندۍ بې ځوابه نه پاتی کیږی

ده همداراز د سعودی ایتلاف له جنایتونو د امریکا ملاتړ ته په اشاری سره زیاته کړه د یمن د کلابندۍ په اړه عربستان فیصله کونکې ندې او دا امریکا ده چی په دې اړه فیصله کوی .

د المیادین چینل له ننی راپور سره سم د یمن د انصار ا... غورځنګ دسیاسی دفتر غړی علی القحوم وویل که د یمن د خلکو کلابندۍ دوام پیدا کړی ، نو په سعودی هدفونو به حملې اجرایی شی .

ده همداراز د سعودی ایتلاف له جنایتونو د امریکا ملاتړ ته په اشاری سره زیاته کړه د یمن د کلابندۍ په اړه عربستان فیصله کونکې ندې  او دا امریکا ده چی په دې اړه فیصله کوی .

عربستان د امریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ راهیسې په یمن پوځی تیرې  اودغه هیواد له مځکنی ، سمندری او هوایی اړخه کلابند کړی دې .

 

ټیګونه

کمنټونه