Aug 05, 2020 04:16 Asia/Kabul
  • د بيروت په  چاودنه کښې په لسګونو مړۀ په زرګونو ژوبل

د لبنان د روغتيا وزير نن سحر د دغه هېواد د بيروت په هېبتناکه چاودنه کښې د لسګونو کسانو د مړينې او زرګونو د ژوبلې خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حمدحسن د دغې هېبتناکې چاودنې د مړو شمېر پنځوس او د ژوبلو شمېر دوه زره اوۀ سوه اعلان کړ، خو د لبنان د رسنيو د تازه رپوټونو له قوله د مړو شمېر لږ تر لږه اتياو او ژوبلو شمېر څلورو زرو ته رسېدلے دے.

دغه سخته چاودنه پرون مازيګر د لبنان به بيروت بندري ښار کښې رامنځته شوه.

د لبنان د ګمرک عمومي مدير وويل:  نائيټرېټ ماده د بېروت په بندر کښې د چاودنې سبب شوې ده.

د بېروت ګورنر دغه چاودنه يوه ستره ملي غميزه وبلله او هغه يې د هيروشيما له چاودنې سره پرتله کړه.

د لبنان د سرکاري خبري آژانس د اعلان له مخې امدادي ټيمونه همدا اوس روغتونونو ته د ژوبلو کسانو د منتقلولو په هلوځلو بوخت  دي.

د لبنان وزيراعظم حسان دياب له دغې بوږنونکې پېښې وروسته نن چارشنبه په ټول لبنان کښې د عمومي وير اعلان وکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه