Aug 05, 2020 06:33 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د امريکې ترهه ګرو ځواکونو د تګ په لار کښې چاودنه

عراقي رسنيو بېګا د عراق د جنوب په ذي قار صوبه کښې د امريکې ترهه ګرو فوځيانو د لاجېسټکي کاروان د تېرېدو په لاره کښې د بم د چاودنې خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې عراقي رسنيو وويل: دغه چاودنه د ناصريه او بصرې ترمېنځ سړک کښې رامنځته شوې ده.

عراقي رسنيو د دغې چاودنې د جزئياتو او احتمالي سرتاوانونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په تېرو څو هفتو کښې څلورمه چاودنه ده چې په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو د کاروان د تګ په لاره کښې رامنځته کيږي.

 

ټیګونه

کمنټونه