Aug 05, 2020 11:18 Asia/Kabul

د تهران ریډیو درست کارکونکي ددغې بوږنونکي چاودنې  په اړه غمځپلو ته د زړه له کومې تسلیّت  وائي

زمونږخبریال راپور راکړ  د لبنان  سرۀصلیب  ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي پرون ناوخته د لبنان د پلازمینې بیروت په بندرکې په بوږنونکي چاودنې تر دې دمه څه دپاسه سل کسان وژل شوي او  څه دپاسه څ لور زره نور ټپیان شوي دي چې وئيل کیږي ، ځيني پکې مرګي حاله دي .

 راپور ښئ د لبنان د سرۀصلیب عمومی منشي جارج کتانه وئيلي دي په دغې چاودنې کې په لسګونو کسان بې درکه شوي هم او وئیل کیږي ،چې ښائي د کنډوالو لاندې شوي وي .په  قربانیانو کې په لسګونو بهرني وګړي هم  ترسترګو کیږي .

وئیل کیږي ، دغه چاودنه د  بیروت په بندر کې د  آمونیم نائيتریټ کیمیکل موادو په زیرمې کې شوي چې  له امله ئې  دبیروت کابو زیاتره برخه   تاواني شوې ده او  دا هم وئیل کیږي ، چې  چاودنه دومره زوروره وه چې  دبیروت تر اویا کلومیټرو پورې ئې غږ آوریدل شوی دی .

ددې چاودنې  دنورو جزیاتو په باب له مونږ سره ووسئ .

 داپه داسې حال کې دي چې د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په اعلامیې کې له خلکو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره پر درستو لبنانیانو غږ شوی،خپل وحدت او انسجام دې وساتي او درست دې د  غمځپلو مرستو ته ودانګي .

 له دې سره په یووخت د اسلامی ایران  د ولسمشر پشمول لوړپوړو چارواکو دغه چاودنه یوه ستره غمیزه بللې او وئيلي ئې دي د اسلامی ایران درست ملت او حکومت د لبنان  له غمځپلو وروڼو خوئيندو سره په غم کې شریک دي او  له دوي سره هر ډول مرستو او ملګرتیاؤته تیار دی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه