Aug 05, 2020 12:42 Asia/Kabul
  •  ایران لبنان ته دطبی مرستو  ستره جوپه لیږدوي

د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې مشر کریم همتي نن سهار وختي وئيلي دي د مرستو په لومړنۍ مرحلې کې د لبنان د غمځپلو لپاره تر نن ناوخته پورې نهه ټنه خوراکي مواد او همداراز درمل ،طبی تجهیزات او نورو ملزومات لبنان ته لیږدول کیږي او همداراز دیوه صحرائي روغتون درست تجهیزات او د ډاکټرانو یو ۲۲کسیز ټیم هم لبنان ته لیږدول کیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د  اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني  نن سهار د لبنان   ولسمشر میشل عون ته دیوه پیغام په لیږدولو کې  دبیروت ښار په بندر کې  دبوږنونکي  چاودنې په غمیزې پسې  ددغه هیواد له ولس او حکومت سره  دایران د ولس او حکومت دخواخوږۍ په څرګندولو سره ، د دغې پیښې د قربانیانو  له خپلو خپلوانو سره  خواخوږي ښودلې  او دټپيانو د سلامتیا لپاره  ئې دعا کړې  او سملاسي ئې  د طبی  او درملیزو مرستو  دلیږدولو لپاره  د انسان  دوستۍ  د اقداماتو په لړ کې د اسلامی ایران  دحکومت په چمتووالي یو ځل بیا ټينګار کړی دی .

 ډاکټر حسن روحاني هیله ښودلې ،  ددغې پيښېئ  اړخونه زر ترزره مشخص  او بیروت ته آرامښت بیرته وګرځي .

Image Caption
Image Caption

 

همداراز د اسلامي ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف هم د لبنان له خارجه وزیر  شربل  وهبه سره په ټيلیفوني تماس کې د خواخوږۍ په څرګندولو سره  د بیخ بینائي تاسیساتو ،، ضروري ا ړتیا، او همدارازد سملاسي هرډول مرستو په تیره بیا  د انسان دوستۍ دحوزې هرډول مرستو  په چوکاټ کې  د تهران  چمتووالی اعلان کړی  او وئيلي ئې دي ، ایران به په دې باب هیڅ ډول  مرستو څخه ډډه ونه کړي  او د ایران ملت او حکومت د لبنان د خوئيندو وروڼو  په غم کې برابر شریک دي .

داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې  ادارې مشر کریم همتي نن سهار وختي وئيلي دي د مرستو په لومړنۍ مرحلې کې د لبنان د غمځپلو لپاره تر نن ناوخته پورې نهه ټنه خوراکي مواد  او همداراز درمل ،طبی تجهیزات او نورو ملزومات  لبنان ته لیږدول کیږي  او همداراز دیوه صحرائي روغتون درست تجهیزات او  د ډاکټرانو یو ۲۲کسیز ټیم هم  لبنان ته لیږدول کیږي .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه