Aug 05, 2020 13:58 Asia/Kabul
  • له عراقه دې امریکائي پوځيان ووځي

د عراق په آزادولو او له داعشی ترهه ګرو سره په مبارزې کې هیڅکله هم امریکائي عسکروته اړتیا نه لري او دعراق پوځ اوالحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک ددغه کار توان لري .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د عراق د پوځ د لويې درستیزوالۍ ویندوي  جنرال یحیی رسول  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د عراق حکومت په کرتو وئيلي دي ، د عراق په آزادولو  او له  داعشی ترهه ګرو سره په مبارزې کې  هیڅکله هم  امریکائي عسکروته اړتیا نه لري  او دعراق پوځ اوالحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک  ددغه کار توان لري .

یحیی رسول روښانه کړې ده ، دعراق وسلوال پوځ خپلو مځکنیو ،سمندري  او هوائي  توانمنیو زیاتولو ته  دوام ورکوي .

 د عراق دپوځ دلوئې درستیز والۍ ویندوي  همدرااز  په عراق کې له داعشي تکفیریانو سره  په مبارزې کې  دایران د رول په قدرونې سره  ووئیل ، اسلامی ایران  د بغداد ښار شاوخوا ته د  داعشی تکفیریانو د وررسیدا له هماغه پیله  له عراق سره مرستې ته دنګلي دي .

  د عراق  پارلیمان  د جنورۍ  په پنځمه نیټه  له خپل ټاټوبي  د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د وتلو مسوده تصویب کړې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه